1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موساد د کیري تلیفوني اړیکې څارلې دي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۱۳, دوشنبه

د حیرانتیا خبره ده چې یو څوک د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو د وزیر جان کیري خبرو ته په پټه توگه غوږ ونیسي، هغه هم د اسرائیلو استخباراتي سازمان یا موساد. د آلمان «دیرشپیگل» مجلې په دی هکله بربڼدونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1CoUb
انځور: Reuters

له میاشتو راهیسې د نړۍ په رسنیو کې هغو رپوټونو د نړیوالو غوسه راپارولې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت استخباراتي اداره NSA په یو لړ جاسوسي فعالیتونو بوخته ده او د نړۍ د مخکښو سیاستوالو، حکومتي او دولتي مشرانو تیلفوني اړېکې یې تر څارنې لاندی نیولي او اوس یې هم نیسي. خو اوس د نړۍ ستر ځواک امریکا متحده ایالات خپله د دې عمل ښکار شوی دی.

«دیرشپیگل» د یو شمیر استخباراتي کړیو په حواله لیکلي دي چې اسرائیلي استخباراتي سازمان یا «موساد» د خپل ډیر نزدې متحد او دوست هیواد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر تیلفوني اړیکې څارلې دي. د مجلې په رپوټ کې ویل شوي دي: «کله چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د روغې جوړې له پاره په خبرو اترو بوخت وو، د اسرائیلو استخباراتي سازمان د هغه خبرو ته په پټه توگه غوږ نیولی دی.»

د ملگرو څارنه

د مجلې د معلوماتو له مخې په تیر میلادي کال کې د اسرائیلو او لږ تر لږه د یو بل استخباراتي سازمان له خوا د جان کیري خبرو ته په پټه غوږ نیونه شوې ده. په رپوټ کې البته د بل استخباراتی سازمان نوم بربنډ شوی نه دی. د «دیرشپیگل» په رپوټ کې وړاندې ویل شوي دي چې د متحده ایالاتو نوموړي ستر دیپلومات د منحني ختیځ له لوړ پوړو سیاستوالو سره نه یوازې له «محرم تیلفون» بلکهې د نورو عادي تیلفونو څخه هم کار اخیستی چی زیگنالونه ېې پرته له محرمیت څخه د ستلایت له لاری لیږدول کیږي. په رپوټ کې یادونه شوې چې د کیرې دغه ډول تیلفوني تماسونه پټ اوریدل شوي دي. د آلمانۍ مجلې د رپوټ له مخې په بیت المقدس کې حکومت له دې لارې لاس ته راوړل شوي معلومات د منځني ختیځ د کړکیچ د حل په خبرو اترو کې استفاده کړې دي.

«دیرشپیگل» په خپل رپوټ کې وایی چې د دغې موضوع په هکله نه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او نه هم اسرائیلي چارواکو تر اوسه پورې کومه تبصره کړې ده. د آلمان لومړۍ تلویزونې شبکې ARD په خپل یو خبري پروگرام کې رپوټ ورکړ چې په واشنگتن کې د هغه تلویزیوني څانگې دا پوښتنه د بهرنیو چارو وزرات ته وړاندې کړه چی گویا د اسرائیلو استخباراتي سازمان د جان کیری خبرو ته غوږ نیونه کړي، خو هغه وزارت له ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.

کیري د خپلې دندې په پیل کې ژمنه وکړه چی د منځني ختیځ د دیپلوماسي بیا ژوندي کول به د هغه د ماموریت په لومړیتوبونو کې وي. رښتیا هم چې هغه بریالی شو ترڅو لږ تر لږه د ۲۰۱۳ کال په جولای کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې رئیس محمود عباس، او د اسرائیلو صدراعظم بنیمین نتانیاهو بیرته د خبرو اترو میز ته ستانه کړي. خو د اسرائيلو اوفلسطینیانو ترمنځ د خبرو اترو له پاره د کیری مینځگړیتوب وروسته له نهو میاشتو ناکامه شوو.

په هغه وخت کې د اسرائیلو حکومت په ناڅاپی توگه د نویو یهودي ښارگوټو د جوړولو اعلان وکړ او له دې څخه یی ډډه وکړه چې فلسطینی بندیان خوشي کړي. د اسرائیلو د دې پلان په مقابل کې عباس د ملگرو ملتونو په ۱۵ منشور کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه.

آیا د اعتماد فضا له گډودۍ سره مخامخ شوې؟

له اوږدې مودې را په دې خوا د ولسمشر بارک اوباما تر مشرۍ لاندې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت او د بنیامین نیتانیاهو تر مشرۍ لاندې د اسرائیلي حکومت تر منځ اړیکې خړ پړې شوې احساسیږي. د «دیرشپیگل» د معلوماتو له مخې د اسرائیلو د حکومت ځیني غړي په غیر مستقیم ډول غوښټنه کوي چې کیري دې د منځني ختیځ د خبرو اترو له مینځگړیتوب څخه لاس واخلي. پر غزې باندې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له پیل څخه را په دې خوا په سوله ییزه توگه د منځني ختیځ د کړکیچ حل نور هم په توره تیاره کې ډوب شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب