1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موسی زی: د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالف یو

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ آبان ۱۲, یکشنبه

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له پاکستاني چارواکوو سره یې په ورستیو لیدنو کتنو کې داسې ژمنې تر لاسه کړي دي چې تر مخه یې نه وی تر لاسه کړي. په عین وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د بې پيلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت ښولی دی.

https://p.dw.com/p/1AAr1
انځور: DW

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر دریمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان مشرتابه، کابل ته د سولې له پروسې سره د مرستې په برخه کې د عملي ګامونو د پورته کولو ژمنه کړې ده.

له دغو ژمنو څخه یوه یې دا ده چې افغان پلاوي ته به اجازه ورکوي تر څو د طالبانو له پخواني مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره وویني. ویل کیږي چې هغه اوس هم د پاکستان په ولکه کې دی. په پام کې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی به ډیر ژر په دې موخه اسلام آباد ته سفر وکړي.

پر دې سربیره د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د ترهګرو د ځالو د ختمولو له پاره د نویو هڅو پیلول او تر څنګ یې د هغو نورو طالب قوماندانانو آزادول هم شامل دي چې ویل کیږي افغان دولت یې له پاکستاني زندانونو څخه آزادول غواړي:

«د افغانستان یو پلاوی به ژر پاکستان ته سفر وکړي تر څو له ملا برادر سره وویني، وخت یې تر اوسه د امنیتي دلایلو له امله نه شو روښانه کولای خو دا سفر به زموږ د سولې له پروسې سره ډيره مرسته وکړي.»

کابل د ترهګرۍ پر ضد په روانه مبارزه کې په داسې یوه وخت کې د پاکستان د ژمنو یادونه کوي چې د جمعې په ورځ د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود د وژل کیدو رپوټ هم ورکړل شو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي که څه هم پاکستاني طالبانو منلې ده چې د دوی مشر وژل شوی دی لاکن دوی یې نه شي تائیدولای او د دې تر څنګ موسی زی د هغه وژنه له افغان طالبانو سره د سولې پر پروسه بې اغیزه بولي. موسی زي زیاته کړه چې دوی له هغو افغان طالبانو سره خبرې کوي کوم چې افغانان دي خو له تیرې یوې لسیزې راهیسې يې د خپل نظام پر وړاندې وسله پورته کړې ده.

موسی زي هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې افغان دولت له امریکايي ځواکونو غوښتي ول چې په افغانستان کې د طالب مشرانو د له منځه وړلو له پاره د وزیر ستان په څیر له بې پیلوټه الوتکو کار واخلي:

«د افغانستان دولت د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالف دی ځکه چې په دې بریدونو کې ملکي او بې ګناه وگړي وژل کیږي او همداراز اصولا د افغانستان دولت د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخالفت لري.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز د روانې اوونۍ په ترڅ کې په کابل کې د بریتانیې او کابل د یوې ګډې ناستې د جوړیدو خبر هم ورکړ. په دغه ناسته کې به د دواړو هیوادونو لوړپوړي سیاسي او نظامي مشران په سیمه کې د ګډې همکارۍ پر سر خبري وکړي.