1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موشه کتساف تقريباً په ټولو قضيو کي مجرم وبلل سو

۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعه

د اولي پلا دپاره بايد د اسراييلو يوه پخواني جمهوررييس د محکمې په مخکي جوابونه ويلي وای . د هيجانه ډکه يوه محاکمه کي جمهوررييس موشه کتساف پرون پر دوو ښځو باندي د جنسي تيري له کبله مجرم وبلل سو

https://p.dw.com/p/QlXK
موشه کتساف د محکمې په مخکي
موشه کتساف د محکمې په مخکيانځور: picture-alliance/dpa

پر دې باندي موشه کتساف حساب نه ؤ کړی . د اسراييلو پخواني جمهوررييس تقريباً په ټولو قضيو کښي مسؤل وپيژندل سو . يوازي د شاهدانو د آزارولو او فشار راوستلو تورونه په اثبات ونه رسيدل .

محکمې دی پر دوو ښځو باندي د جنسي تيري او خپل تر لاس لاندي ماموريني جنسي تيري ته مجبورولو او آزارولو له کبله مجرم وباله .

قاضيانو وويل ، چه ده په 90 کلو کښي کله چي د ټوريسم وزير ؤ ، پر يوې ماموري باندي جنسي تيری کړی دی . همدارنګه يې د جمهوري رياست پر وخت خپلي دوې ماموريني جنسي عمل ته مجبوري کړې او آزار يې ورکړی دی .

Israels Ex-Präsident Katsav Katzav wegen Vergewaltigung verurteilt
انځور: picture alliance/dpa

څارنوالي رونيټ آمېل هغه قربانيانو ته مراجعه وکړه ، چه په محکمه کښي د شاهدانو په حيث راحاضر سوي وې ، او په اسراييلو کښي يې د نومونو يوازي لمړي توري معلوم دي .

دې وويل ،

« عامه ذهنيت يوازي ستاسي د نومو لمړي توري پيژني ، ليکن موږ چه د ګرده محاکمې په جريان کښي تاسي وپيژندلاست ، اوومو ليدل چي تاسي څونه باجرأته او قاطع واست ، نو موږ تاسي ته نن ورځ احترام کوو ، او موږ مطمينه يوچي هغه پيغام چه نن دمحکمې د لاري واستول سو ، هغه ټولو نورو قربانيانو ته هم ورسيږي : پيغام دادی ، چي چپ مه پاته کيږی . »

کله چي د کتساف د مجرم بلل کيدو لمړی خبر راورسيدی ، نو د محکمې دباندي په خلګو کښي خوشالۍ ګډي سوې . هلته ډيرو ښځو شعارونه پورته کړي وه ، او د محکمې څخه يې د جنسي تيري او آزار ورکولو د قربانيانو په حق کښي عدالت غوښتی .

برعکس د پخواني جمهورييس کتساف د ملاتړ کوونکو په منځ کي ډېره مايوسي موجوده وه . دده زوی آرييل چه دی يې يو ځای د مدافع وکيلي سره محاکمې ته بدرګه کړی ؤ،د محکمې د حکم تر اعلانېدو وروسته وويل :

«دا يوه ډېره سخته لحظه ده ،سخت ساعت دده د کورنۍ دپاره . خو موږ به بيا هم په خپل پلار باندي افتخار وکړو ، د اسراييلو پر اتم جمهوررييس باندي . موږ به بيا هم ټول ملت ته مراجعه وکو او موږ به د خدای په کومک دا ثابته کو چي بابا او د اسراييلو اتم جمهوررييس بېګناه دی .»

موشه کتساف
موشه کتسافانځور: picture alliance/dpa

د کتساف مدافع وکيلانو هم د تل ابيب د درو قاضيانو پر دغه حکم باندي انتقاد وکړی او د استناف غوښتنه يې وکړه . د اسراييلي راديو حقوق پوه موشي نيګبي د دغه حکم ستاينه وکړه او وې ويل چه دا د اسراييلي قانوني دولت اثبات دی .

په عين ډول سره صدراعظم بينيامين نيتنياهو او د اپوزيسيون مشري تيپي ليوني د محکمې د حکم ستاينه وکړه .

د محکمې تر حکم وروسته به نو65 کلن پخوانی جمهوررييس خپل پاسپورت سپاري او اجازه نه لري چي خارج ته سفر وکړي .

د بند موده يې لانه ده معلومه خو هغه به د څلورو او ۱۶ کلو تر منځ وي .

بيټينا مارکس / محمد قاسم نوري

کتونکی : عبدالباري حکيم