1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن: امريکا به افغانستان يوازي پري نږدي

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو لوي ترستيز، مايک مولن، په يوي تلويزيوني مرکي کي ويلي چي که څه هم له افغانستان څخه يو شمير پوځيان په راتلونکي مياشتي کي په وتلو پيل کوي، خو امريکا په افغانستان کي به خپل حضور وساتي.

https://p.dw.com/p/11al7
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينتن او لوی درتيز مايک مولن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينتن او لوی درتيز مايک مولنانځور: dapd

ده د طالبانو په وړاندي د ناټو د ځواکونو پرمختګونو ته اشاره وکړه او وويل چي متحده ايالات افغانستان سره اوږد مهال تعهدات لري.

«ډيري افغانانو سره دا پوښتني شته چي امريکا يو ځل افغانستان يوازي پريښي ؤ اوس به يي بيا په هماغه حالت پريدي. خو امريکا د افغانستان سره اوږد مهال تعهدات لري. که څه هم د افغانستان څخه به ځيني امريکايي سرتيري راووزي، خو موږ نه غواړو چي د عسکرو په ايستلو سره افغانانو ته دا پيغام چي يوازي يي پريږدو ورسوو.»

ولسمشر بارک اوباما به په نږدي راتلونکي کي پريکړه وکړي چي په افغانستان د خپلو څه نا څه 100000 سرتيرو څخه څومره يي بيرته خپل هواد ته وغواړي.

د راتلونکي مياشتي څخه به امريکايان افغانانو ته د امنيتي چارو د سپارلو لړي پيل کړي چي تر 2014 کال پوري به بشپړه شي.

تر دغي مودي پوري به افغانان د خپل هيواد د ټولو سيمو امنيتي مسوليتونه په لاس کي ونيسي او بهرني پوځيان به د افغانستان وتلي وي.

په 1989 کال کي امريکا د افغانستان ک د وخت حکومت ضد ډلو سره مرستي کولي او وروسته له هغي چي شوروي په افغانستان کي ماته وخوړه، متحده ايالاتو هم په دغه هيواد خپلي مرستي بندي کړي. وروسته له هغي په افغانستان کي جګړي لا زور واخيست چي بلاخره د طالبانو د رامنځ ته کيدو لامل شوه.

مولن وايي چي امريکا به خپلي پخواني غلطۍ يوځل بيا تکرار نه کړي. د دي په اړه چي د امينتي مسوليتونو د انتقال په لومړي بهير کي به څومره امريکايي عسکر له افغانستان څخه ووزي، مولن وويل چي هغه نه غواړي د کوم مشخصي شميري په اړه خبري وکړي.

مولن په خپلي مرکه کي يوې ډيري جذابي اجندا ته اشاره وکړه چي په ترڅ کي به يې تر 2014 کال پوري د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل سي او په دغه هيواد کي به د بيا رغوني پروژې تر هغه حد پوري په لاره واچول سي چي د امنيت د انتقال له بهير سره ملګرتوب وکړي.

دا په داسي حال کي چي د امريکا د دفاع وازت غواړي چي د افغانستان څخه لږ شمير امريکايي سرتيري ووزي. امريکا د افغانستان په جګره کي تر اوسه څه نا څه 1500 سرتيري له لاسه ورکړي.

آرانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل