1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولوي ارسلا رحماني په کابل کي ووژل سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

افغان امنيتي چارواکي وايي، چي د سولي د عالي شورا مرستيال ارسلا رحماني نن په کابل کي د ناڅرگندو وسله والو کسانو له خوا ووژل سو.

https://p.dw.com/p/14uWL
انځور: picture-alliance/dpa

په کابل کي د دويچه ويله خبريال د عيني شاهدانو په حواله وايي، چي رحماني سهار د ده بوري په سيمه کي په خپل موټر کي ووژل سو.

د خلکو په خبره په يوه سپين موټر کي سپرو کسانو چي پوځي يونيفورم ئې هم اغوستی وو، د رحماني پر موټر د سپکو وسلو ډزي وکړې او وروسته له سيمي څخه و تښتېدل.

د کابل د امنيې قوماندانۍ مرستيال جنرال امين له دويچه ويله سره په يوه تليفوني اړيکه کي د ارسلا وژنه تائيدوي او وايي، چي د هغه مړی اوس د سردار محمد داود خان په روغتون کښي پروت دئ.

امين زياته کړه، چي هغه موټر چي وسله وال کسان پکښي سپاره ول د کابل د لوېديځ خوا ته تښتېدلی او پوليس ئې اوس د پيدا کولو په لټه کي دي.

مولوي ارسلا رحماني د پکتيکا ولايت په سروبي ولسوالۍ کي زېږېدلی وو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو وزير او په روان وخت کي د سولي د عالي شورا مرستيال، د مشرانو جرگې غړی او په ديني چارو کي د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وو.

له وسله والو طالبانو سره په خبرو اترو کي ارسلا رحماني ډير مهم رول درلودی او ولسمشر حامد کرزي پر هغه باندي ډير حساب کاوه.

د کارپوهانو په خبره د رحماني وژنه به د دولت د وسله والو مخالفانو سره د خبرو اتر پر پروسې باندي ډيره منفي اغېز وکړي.

ارسلا رحماني د طالبانو د کوټي له شورا سره له ډير نزدې څخه پيژندل او د هغوی د بنديانو په را خوشي کولو کښي ئې ډير کار کاوه.

د سولي د عالي شورا پخوانی رئيس برهان الدين رباني هم څو مياشتي مخکي په کابل کي په خپل کور کي په يوه ځانمرگي بريد کي ووژل سو، چي وروسته ئې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه واخيستله.

خو د مولوي ارسلا رحماني د وژلو پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې ده.

د سولي عالي شورا تر اوسه پوري د ارسلا رحماني د وژني په اړه کوم غبرگون نه دی ښودلی او نه هم د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په غبرگون کي کومه خبرپاڼه خپره سوې ده.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم