1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ميانمار د روهنګيا د مخنيوي له پاره پر پوله ماينونه ايښي»

۱۳۹۶ بهمن ۱۶, دوشنبه

د بنګله ديش چارواکي وايي چې د ميانمار پوځ له دغه هيواد سره پر ګده پوله په «نيومينز ساحې» کې هم ماينونه ځاي پرځای کوي. د يوه ماين په چاودنه کې يو بنګله ديشي وګړی سخت ټپي شوی.

https://p.dw.com/p/2s7wM
Myanmar Sammellager für zurückkehrende Rohingya
انځور: Reuters

په بنګله ديش کې د بشري حقونو فعالين پر ميانمار تور لګوي چې د پوځ له خوا يې د بنګله ديش سره پر ګډه پوله د ماينونو د ځای پر ځای کولو څخه موخه دا ده چې له ميانمار څخه بنګله ديش ته د سلونو زرو راغليو روهنګيا مهاجرو د بيرته ستنيدو مخنيوي وکړي.

د ۲۰۱۷ کال د اګست مياشتې راهيسې له ۷۰۰ زرو څخه ډير روهنګيايان بنګله ديش ته مهاجر شوي دي. دوی وروسته له هغې چې د ميانمار پوځ په راخين ايالت کې چاڼيز عمليات پيل کړل تيښتې ته اړ شول. د دواړو هيوادونو ترمنځ د شوي يو تړون له مخې په پام کې ده چې دغه مهاجر بيرته په تدريجي ډول خپلو سيمو ته ستانه شي.

د بنګله ديش چارواکو ويلي دي چې د ميانمار پوځ اوس مهال پر خپلو سرحدونو د بمونو د نصبولو لړۍ پيل کړې ده. د يکشنبې په ورځ يو بنګله ديشي کروندګر د همدې ماينونو د چاودنې له امله خپلې دوې پښې له لاسه ورکړې دي. بنګله ديشي چارواکو ويلي دي چې دغه پيښه د بنګله ديش په سويل کې له ميانمار سره پر ګډه پوله رامنځ ته شوې ده.

د بديع الرحمان په نوم د يوه حکومتي چارواکي په وينا، پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د دغه ۴۵ کلن کروندګر څاروي له پولې واوښتل او د «نومينز ساحې» ته ورداخل شول. دغه کروندګر د څارويو د بيرته ستنيدو پر وخت پر ماين ختلي چې په چاودنه کې يې دوه پښې قطع شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې تر پيښې وروسته کروندګر سملاسي روغتون ته لیږدول شوی، خو د روغتون چارواکو د هغه روغتيايي حالت ډير زيات د انديښنې وړ ښوولی دی.

د بنګله ديش د سرحدي ځواکونو قوماندان انوارالعظيم، وويل چې په دغې سيمه کې سرحدي موانع نه دي لګولي شوي او تر دې مخکې هم انسانانو او څارویو تر «نومينز سيمې» پورې تک راتک کاوه. دغه چارواکي هم وويل چې د ميانمار امنيتي ځواکونو تازه په دغې سيمه کې ماينونه ځاي پرځای کړي دي.

د بنګله ديش چارواکو د ميانمار لخوا د ماينونو پر ځاي پرځای کيدو سختې نيوکې کړي دي. يوه دولتي چارواکي نورخان وويل: «د ميانمار پوځ دغه ماينونه، خپل وطن ته د روهنګيايي مهاجرو د مخنيوي په موخه ځای پرځای کړي دي.»

هغه وويل چې دا د نړيوالو قوانين خلاف يو عمل دی خو ميانمار يې کومه پروا نه کوي.

پر اړوندې موضوع یو انځوريز البوم: