ميدويدف: له دباندي څخه راغلي ته ديموکراسي نه ويل کیږي
۱۳۸۹ دی ۲, پنجشنبهميدويدف په بمبی کي وويل چي هر ډيموکراتيک دولت بايد په خپل بې مثاله ډول د ديموکراسۍ لار ځان ته جوړه کړي، نه داچي هغه د دباندي څخه ورباندي وتپل سي.
ميدويدف د بمبي د تخنيکي پوهنتون د زده کړيالانو پوښتنو ته په جواب کي وويل:
«په نړۍ کي هره ډيموکراسي خپل ځان ته ده، خو د هغې د عامولو کوښښونه چي په ټولو هيوادونو کي دي يو ډول وي هيڅ امکان نه لري.»
لکه څنگه چي د روسيې جمهورريس وويل، وگړي بايد هغه امکانات ولري چي پر خپل سياسي نظام او هم سياسي کړو وړو باندي نيوکي وکړي او هم په عینی حال کي بايد د پرمختگ د مرحلو څخه و نه غورځي.
هغه وويل: « ددې تلاښونه چي سړی ديموکراسۍ ته پر يو لنډه لاره ورسي، ځني وختونه د مصيبت سره مخامخ کيږي.»
ديميتري ميدويدف ددې دپاره افغانستان مثال راوړی، «چي اوس د يو ډير خطرناک حالت سره مخامخ دی»
هغه وويل:« اوس بايد د دولت د ټنگولو دپاره تلاښونه وسي، تر څو هغه ډير قوي او اغېزناکه وي».
« آيا دا کيدای سي چي په افغانستان کي دي د امريکا يا روسيې د ديموکراسی نقشه عملي؟ نه هيڅ کله نه. دا هيڅ امکان نه لري. افغانستان بايد خپله د ديموکراسي د پاره د کړاونو ډکه لاره و گالي.»
د ميدويدف په خبره هغه تلاښ چي د دباندي څخه پر يو هيواد باندي ديموکراسۍ و تپل سي پايلي يې ډير خرابي وي.
« دیموکراسي د هيواد په دننه کي انفجار کوي او هغه د هغه هيواد رښتينې ښکارندوی ده چي دا څه ډول يو هيواد دی که هر څوک هغه پړاونه ووهي چي د يوې ديموکراټي ټولني د پاره بايد وسي نو نتجه به يې ډيره ښه وي.»
ميدويدف وويل چي د هندوستان ديموکراسي خپل خاص ډول لری. ددې ډيموکراسۍ ځانگړيتوب په دې کي دی چي مېرمنو ته په دولتي چارو کي ډيره ونډه ورکړل سوې چي دا موږ غواړو د خپلو هندي همکارانو څخه زده کړو.»
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: رحيله اميري