1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميدويديف: د اټومي وسلو په شمول د روسيې ټولي سلاوي به عصري سي

۱۳۸۷ اسفند ۲۸, چهارشنبه

ميدويديف پوځ ته په وينا کي ويلي، د ټولو مالي ستونزو سره سره چي موږ پرې اخته يو همدا اوس هم وسلو ته د پراختيا په ورکولو، او د هغو په اخيستلو باندي ډيري پيسي لګيږي...

https://p.dw.com/p/HEvq
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويديف
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويديفانځور: picture alliance/dpa

په روان وخت کي زياتره روسۍ سلاوي هغه سلاوي دي چي د سړې جګړې د وخت له پاره په درد خوره وې. هغه داسي سلاوي وې چي بايد د ختيځي اروپا پر لور د ناټو تړون د پرمختګ مخه يې نيولې وای. خو د سړې جګړې د وخت په پای ته رسېدو سره شرايط بدل سوي او د نوو شرايطو سره د تطابق د پاره د روسيې ولسمشر ديميتري ميدويديف وايي، چي روسيه غواړي د اټومي سلاو په شمول خپل د سلاوو زيرمي تر 2011 کاله پوري ټوله نوي کړي.

د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويديف پوځ ته ډاډ ورکړی دی، چي د مالي بحران سره سره د نورو وسلو د جوړولو او اخيستلو په برخه کي کومه ربړه نسته.

ميدويديف پوځ ته په وينا کي ويلي،موږ تر ټولو مهمه دنده داده چي خپل پوځ په ډيرو عصري وسلوسمبال کړو. د ټولو مالي ستونزو سره سره چي موږ پرې اخته يو همدا اوس هم وسلو ته د پراختيا په ورکولو، او د هغو په اخيستو باندي ډيري پيسي لګيږي. د لګول سوو پيسو مبلغ په هماغه اندازه چي ورته په پام کي نيول سوي پاته دي.

تير کال هم زموږ ډير پوځي واحدونه دعصري وسلو په تخنيک سمبال سويدي.خو په 2011 کال کي به د ځمکنيو اوسمندري قواووپه هراړخيزه توګه عصري وسلو باندي سنبالول پيل سي.

د امريکا دمتحده ايالتونو د جمهورريیس بارک اوباما سره تر کتني پوره دوې اونۍ دمخه د روسيې جمهورريیس څرګنده کړيده چي د شمالي اطلس دفاعي تړون ناټو هڅه کوي چي له خپلو پوځي بنسټيزو سره ځان د روسيې سرحد ته نژدې کړي. داناندرۍ د امریکا د متحده ايالاتو لخوا په ختیځه اروپاکي د توغنديو د دفاعي سپر د درولو له طرحو او همدغه ډول په ناټو کي د شوروي اتحاد دپخوانيو جمهوريتونو او اوکراين اوګرجستان د شامليدو د امکاناتو په برابرولو باندي منځته راغلي دي.

سربيره پردې دميدويديف د تحليل سره سم د نړۍ پوځي اوسياسي وضعه ښيي چي په ځني سيموکي لا تر اوسه هم د جدي لانجې امکانات ليدل کيږي او د نړيوال تروریزم خطر هم سته.

« زموږ لومړۍ دنده د پوځ دګمارلو له پاره د هغو تياری دی. داتياری به له کيفي پلوه د هغو ښه کول وي.مسله زيادتره پر ستراتيژيکي اټومي وسلو باندي ده، دا وسلې بايد د هيواد ټولي امنيتي دندي تضمين اوترسره کړا ی سي. سربيره پردې په اجنداکي داهم شامله ده چي ټول پوځ بايد د تيارسی په حال راوستل سي. ځکه چي دا دنوي ډول، او زموږ د پوځي قواوو د بڼي مهم جز دی.»

ميدويديف تر اوسه ددې سمښتونو له پاره په پام کي نيول سوی ملبغ ندی اعلام کړی. خو ويلي يې دي چي داسمښت بايدتر2020 کاله پوري تر ډيره ځايه ترسره سوی وي. د هغه د قيقه طرحه به په نږدې راتلونکي وخت کي وړاندي سي. د ميدويديف تر مخه جمهوررییس ولاديمير پوتين هم د وسلو دعصري کولو اعلام څوڅو واري کړی و.

Rasche/ اميري

کتونکی. زيارمل