1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل:د مصر خلک بهرنيو مشورو ته اړتيا نه لري

۱۳۸۹ بهمن ۱۷, یکشنبه

د جرمني صدراعظمي انگيلا ميرکل د ميونشن په امنيتي کنفرانس کښي وويل، زه پدې آند يم چي موږ بايد د خلکو ږغ واورو. دغو خلکو د لومړي ځل لپاره خپل ږغ پورته کړی دی او پدې انتظار ندي ناست چي ورته نور خلک مشورې ورکړي.

https://p.dw.com/p/Qybg
د جرمني صدراعظمه مېرمن انګيلا ميرکل د ميونشن کنفرانس ته د وينا پر مهال
د جرمني صدراعظمه مېرمن انګيلا ميرکل د ميونشن کنفرانس ته د وينا پر مهالانځور: dapd

د المان لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل د ميونشن يا ميونخ په نړيوال امنيتي کنفرانس کي د ختيځ او لوېديځ المان د يو ځای کېدو وختونه ياد کړه.

نوموړې چي د ختيځ المان سره تړاو لري په خپله وينا کي وويل که هغه وخت د لوېديځوالو څخه يو چا هڅه کړې وای چي دې ته مشورې ورکړي نو ښايي دې د هغوی سره خبري درولي وای.

د نوموړي په وينا له همدې وجې بايد د مصر و مخالف ګوند ته د دباندي څخه ونه ويل سي چي بايد څنگه مخ په وړاندي ولاړ سي:

« زه فکر نه کوم چي مصر زموږ مشورې ته په انتظار ناست دی. له همدې وجي موږ يوازي ورته د مرستي وړانديز کولای سو. زه پدې آند يم چي موږ بايد د خلکو ږغ واورو. دغو خلکو د لومړي ځل لپاره خپل ږغ پورته کړی دی او پدې انتظار ندي ناست چي ورته نور خلک مشورې ورکړي.»

مېرکل زياته کړه چي د مصريانو د ژر بدلون غوښتنه دا درکولای سي ولي کله چي دې په ختيځ المان کي ژوند کوی نو هغه وخت هم خلکو د ژر بدلون غوښتنه درلوده. خو مېرکل بيا هم د عجلې کولو څخه خبرداری ورکړی. د بېلگې يه توگه د چټکو ټاکنو څخه:

« زما په آند د ډيموکراټيک کېدنې د پروسې په پېل کي د ژر تر ژره نوؤ ټاکنو انعقاد سم ندی. موږ بايد يو ځل خلکو ته وخت ورکړو چي جوړښتونه رامنځ ته کړي.»

د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن هم د خپلې وينا پر وخت وويل چي يوازي نوي ټاکنې د مصر ستونزي نه سي هوارولای:

« و ډيموکراسۍ ته د اوښتون منځمهاليتوب د گواښونو سره مل دی چي له وجي يې د لنډې مودې لپاره گډوډی او بې ثباتي رامنځ ته سي. دغه هيواد بېرته د زورواکۍ په منگلو کي لوېدلای سي.»

پداسي حال کي چي د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما هره ورځ د حسن مبارک سره خبري کوي د اروپايي مشرانو لخوا تر اوسه پوري د مصر په هکله زيات څه وا نه ورېدل سول.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټروېله او د بريتانيې لومړي وزير ډېويډ کېمرون په خپلو ويناؤ کي وويل چي دا د اروپايي ټولنې دنده نده چي ووايي چي څوک دي په مصر کي پر واکمن سي او څوک دي د واک څخه ليري کړل سي.

دوی وويل چي اروپايي ټولنه به د مصر د خلکو څخه خپله مرسته ونه سپموي.

د ميونخ په کانفرانس کي داسي معلومېده چي د مصر د احتجاج کوونکو سره زياته لېوالتيا او ملاتړ موجود دی.

ويرکويزا/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل