1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل او ميدويديف نن د جرمني د مونشن په ښار کښي سره وکتل

۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبه

دآلمان دمونشن دښار دSchleißheim په ماڼۍ کي نن دجرمني او روسيې دحکومتي او دولتي مشرانو ترمنځ مشورتي خبري پيل شوې ...

https://p.dw.com/p/Ir2G
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل اود روسيې جمهوررييس ديمتري ميدويديف
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل اود روسيې جمهوررييس ديمتري ميدويديفانځور: AP

خو مخکي تردې چي ددواړو هيوادنو مشران سره وګوري ، د تيري سه شنبي دورځي راهيسي ددواړو هيوادونو د استازو تر منځ د پيترسبورګر کتنه دمونشن په ښار کي پيل سول، او وروسته ددغي غونډي برخه وال دکار په اتو بيلا بيلو ډلو کي په سياسي ، اقتصادي ، ميديا ، کلتور او حتی په اوروپا کي په کليساو پوري مربوطو مسايلو باندي خبري کړي دي .

دروسيې او جرمني ترمنځ دغه دوه اړخيزي خبري چي د پترسبورګر دډيالو ګ يا خبرو په نامه شهرت موندلی دی ، د 2001 ميلادي کال راهيسي هرکال يا دآلمان او يا دروسيې په يوه ښار کي جوړيږي .

او سږ کال دغه غوڼده چي دخبرو يوه مهمه موضوع به يې په نړۍ کي روان اقتصادي او مالي بحران وي ، دباير دايالت دلومړي وزير هورست زي هوفر په غوښتني سره دمونشن په ښارکي جوړه شوې ده . هورست زي هوفر په دې اړوند وايي چي :

«کوم آلماني متصد يان چي په روان وخت کي په روسيه کي په کار بوخت دي ، دريمه برخه يي دباير دايالت څخه راځي . او تراوسه پوري دباير دايالت شرکتونو په روسيه کي د 1.5 ملياردو يو رو څخه زياتي پانګي په کار اچولي دي . »

اوبيا دباير دايالت صدراعظم زي هوفر داهم وايي چي طبعاً په نړۍ کي دروان مالي او اقتصادي بحران له کبله دروسيې اوجرمني په سوداګريزو معاملو کي هم کمی رامنځ ته سوی دی .

دی بيا وايي ،«خو له بله پلوه مونږ ددغه راز مالي او اقتصادي بحرانونو څخه داهم زده کوو چي په داسي وختو کي دنژدې ګډکاردپاره هلي ځلي ددواړو خواوو په ګټه دي . او زما په عقيده دراتلونکي دپاره بايد موږ نورهم هڅه وکړو،چي سره ګډ کار وکړو . دغه هدف ته درسيدلو دپاره مونږ په تيرو کلونو کي دمتقابل اعتماد يو ه فضا رامنځ ته کړيده . »

داقتصادي ګډکار دپاره متقابل اعتماد ، په اصطلا تاداو بلل کيږي . او برعکس څنګه چي موږ وينو د روان مالي بحران اصلي علت په بي اعتماديو کي نغښتی دی .

په روسيه کي دجرمني داقتصادي ډلګه ګي مسؤل ميښايل هارمز وايي چي : «دآلمان ټول متصديان غواړي په روسيه کي پاته سي او هلته خپل کار ته دوام ورکړي . دوی داکار ځکه کوي چي دخپلو روسي همکارنو سره يې ښې اړيکي پاللي دي ،او دوی پر يوبل باندي پوره اعتماد لري . »

نن دجرمني صدراعظمي انګيلا مرکل دروسيې او آلمان دمشرانود مشورتي خبرو دمخه دمونشن دښار د شلايس هايم په ماڼۍ کي دروسيې ددولت مشر ديمتري ميدويدوف ته په خاصو پوځي مراسمو سره هرکلی ووايه اوبيا مرکل او ميدويدوف دوه په دوه سره خبري وکړې . وروسته به په دغه خبروکي چي دآجندا مهم ټکي به يې په نړۍ کي روان مالي او اقتصادي بحران ، داروپا دګازو اړتياوي ، دايران اټومي لانجه او دنړۍ داقليمي وضع دلاخرابيدلو مخنيوی وي ، ددواړو خواو دکابيني نور غړي هم برخه واخلي .

په مونشن کښي د پيترسبورګر دډيالوګ يوه صحنه
په مونشن کښي د پيترسبورګر دډيالوګ يوه صحنهانځور: DW / Mannteufel

طبيعي خبره ده چي په شمالي قفقاز کي دروسيې دبشر دحقونو دپلوي Natalia Estemirowa دوژل کيدو پيښه به په مونشن کي دروسيې او جرمني دمشرانو پر خبرو باندي خپل سوری واچوي . ددغي پيښي دخبر په خپريدلو سره دروسيې په حکومت کي دبشري حقونو دچارو مسول Wladmir Lukin دغه عمل په شدت سره غندلی او غوښتنه يي کړيده چي بايد ژر ترژره دهغه کسانو دامنيت دساتني دپاره په اغيزمنو لازمو تدابيرو لاس پوري سي چي د Natalia Estemirowa په شان فعاليتونه کوي .

دی وايي ، «دقتل دغه پيښه يوه ډيره ويرونکي او وحشيانه پيښه بلل کيږي . Natalia Estemirowa دداسي مسايلو په اړه څيړني کولې چي ولي انسانان تري تم کيږي ، اوولي انسانان دخپلو بنيادي حقه حقونه څخه بي برخي پاته کيږي » ، اوبيا لوکين وايي چي بايد دداسي انسانانو دامنيت دساتني دپاره لازم تدابير ونيول شي .

دجرمني اوروسيې دمشرانو دمشورتي غونډي سره سم دمونشن په ښار کي په اصطلا دپترسبورګر دغونډي دبرخه والو خبري چي دسه شنبې دورځي راهيسي پيل شوي دي ،لا دوام لري . دغه دواړه غونډي به نن پاي ته ورسيږي

.

برينر/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري