1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: د اوکراین کړکېچ پوځي حل نه لري

AFP, AP, dpa, Reuters۱۳۹۳ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل د کانادا پلازمېنې اوتاوا ته په سفر کي یووار بیا د اوکراین کړکیچ د دیپلوماتیک حل غوښتنه کړې ده. د کانادا صدراعظم د دغه دریځ هرکلی کړی دی، خو د روسیې چمتووالی یې تر پوښتني لاندي راوستی دی.

https://p.dw.com/p/1EYu1
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل په واشنگټن کې د متحدو ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره په ليدنه کتنه کې په دیپلوماتیکه توگه د اوکراین کړکیچ د حلولو غوښتنه کړې ده. ميرکل، تر دې څو ساعته وروسته کانادا ته د خپل سفر پر مهال اوکراین ته د وسلو د ورکولو پر سر خپل انتقاد بیا تکرار کړ.

مېرکل د کانادا له صدراعظم سټیفن هارپر، سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «زه هیله منده یم چې موږ وکولای شو دغه کړکېچ په دیپلوماتیکه توگه حل کړو. زه په دې باور یم چې دغه کړکېچ له پوځي لاري نه حلييږي.»

امریکا متحدو ایالاتو او کانادا ته د انگلا ميرکل سفر د اوکراین کړکېچ د حلیدو له پاره تیره اوونۍ د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاندي سره یو ځای د یو ناڅاپي نوښت په تعقیب تر سره کیږي. ميرکل او اولاند د تیري پنجشنې په ورځ کیف ته سفر وکړ او هلته یې د اوکراین له ولسمشر پېترو پورو شینکو سره ولیدل او تر هغه وروسته یې د جمعې په ورځ مسکو ته سفر وکړ او له جمهور رئيس ولادیمیر پوتین سره يې خبري وکړې.

اوس د دغو خبرو اترو په پایله کې د چهارشنبي په ورځ د سپېني روسیې په پلازمېنه مينسک کې یوه غونډه کیږي.

د دغو خبرو اترو په درشل کې ميرکل ویلي دي: «موږ به په راتلونکو ورځو کې ووینو چې کوم پرمختگ کیږي او که نه. خو هغه څه چې یقیني دي، هغه د دغي غونډي جوړېدل دي.»

هغې په خپلو خبرو کې ویلي دي چې موږ باید خپلي ټولي هڅي دې پوښتنې ته واړوو: چې آیا موږ یو دیپلوماتیک حل موندلای شو؟» خو هغې وویل :«زه ډيره مننه کوم چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر او د کانادا صدراعظم د دغي هڅي په برخه کې زموږ ملاتړ کوي.»

له کرملین سره د اروپا دیپلوماتیکي هڅه یوه وروستۍ هیله ده، څو د روسیې پر وړاندي د نورو بندیزونو مخه ونیوله شي.

د کانادا صدراعظم ویلي دي چې دی غواړي وویني چې آیا د روسیې ولسمشر هم په دیپلوماتیکه توگه د اوکراین کړکیچ حلولو ته ژمن دی که نه. د اوکراین کړکېچ د سوله ییز حل له پاره د فرانسې او آلمان هڅي، هارپر ستایلي دي خو ویلي یې دي چې :«له بده مرغه دا مهال ښاغلي پوتین دیپلوماتیکي هڅې رد کړي دي. داسې ښکاري چې هغه خپله اجندا د پوځي زور له لاري پر مخ بیایي.»

ميرکل او هارپر د اروپایي ټولني او کاناډا تر منځ د سوداگرۍ د ځنډیدلي تړون د ملاتړ له پاره غږ وکړ. دغه تړون تیر کال لاسلیک شوی دی خو د اروپایي ټولني شورا او د اروپایي ټولني د پارلمان له خوا باید تصویب شي.