1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د بالکان لار پر تړلو نيوکه کړې

۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمي د بالکان مسیر پر تړلو باندي نیوکه کړې ده. مېرکل ویلي چې دغه کار د ټولو ستونزو د حل لاره نه ده. د اتریش د کورنیو چارو وزیري مېکل لایتنر دا خبره په ډاگه کړې ده چې اروپا نوره د مهاجرو پر مخ تړلې ده.

https://p.dw.com/p/1IAGI
انځور: picture-alliance/dpa/Z. Gergely Kelemen

د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو تر غونډي د مخه اتریش د تل له پاره د بالکان مسیر د تړلو پر خبره ټینگار کوي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیري میکل لایتنر «دي وېلت»آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي دي: «زما دریځ روښانه دی: د بالکان مسیر به تړلی وي او هغه هم د تل له پاره. پر دغه لاره د خلکو نه کنترولېدونکی هجوم باید د تاریخ برخه وگرځي.»

د رپوټ له مخې هغې په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د دغې لاري بندول له پلان سره سم پر مخ روان دي او په اصطلاح د ساعت دغه عقرب به بیرته شا ته ونه گرځي. د اتریش د کورنیو چارو وزیري په وینا، که چیري په دوامداره توگه اروپا دا زیگنال ورکړي چې د منځنۍ اروپا پر لور نور د مهاجرو د نه کنترول وړ هجوم نه شته، نو بیا به له ترکیې څخه یونان ته هم د مهاجرو په تگ کې کمښت راشي.

په یونان کې۳۵۰۰۰ کسان بند پاتې دي

د چهارشنبې په ورځ سلوانیا، کرويشا، سربستان او مقدونیا د مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه وتړل. تر دې وروسته هیڅوک بېله ویزې له دغو سرحدونو نه شي تیريدای. په دې ترتیب اوس په یونان کې ۳۵۰۰۰ مهاجر بند پاتې دي.

همداشان د هغو مهاجرو برخلیک چې د لویدیځي اروپا پر لور دي، هم نه دی معلوم. هنگري په ټول هیواد کې اضطراري حالت اعلان کړی دی، او پر سرحدونو د پولیسو او پوځ حضور پیاوړی کوي.

د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل عملا د بالکان مسیر پر تړلو باندي نیوکه کړې ده. هغې ویلي دي چې «دغه اقدام د ټولو ستونزو د حل لاره نه ده.» هغې زیاته کړې ده چې طبیعي خبره ده چې اوس به آلمان ته کم پناه غوښتونکي راځي، خو په وینا یې هر ماښام به په تلویزون کې د هغو مهاجرو انځورونه وینو چې یونان ته راځي. د مېرکل په خبره دا څه په دوامداره توگه کار نه ورکوي.

د څيپراس سخته نیوکه

خو د اروپایي اتحادیې شورا مشر دونلد توسک، بیا برعکس د دغو تحولاتو هرکلی کړی دی. هغه د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې دا د کوم یوه اړخیز اقدام خبره نه ده، بلکې د اروپایي اتحادیې د ۲۸ غړو هیوادونو گډه پریکړه ده. توسک په دې سره د اروپایي اتحادیې د سرمشریزي د دوشنبې ورځي وروستۍ اعلامیې ته اشاره کړې چې پکښې راغلي دي: «د لویدیځ بالکان مسیر په اوږدو کې د مهاجرو غیر منظم هجوم پای ته رسیدلی دی.»

د یونان لومړي وزیر الکسیس څیپراس د مهاجرو پر مخ د بالکان لاري بندولو باندي سخته نیوکه کړې ده. پر دې سربیره هغه د توسک پر دغه دریځ باندي هم انتقاد کړی دی.

هغه هم د ټویټر په لنډ پیغام کې ویلي دي: «که چیري همداسي ادامه ومومي، اروپا هیڅ راتلونکې نه لري.» هغه زیاته کړې ده چې د لویدیځ بالکان لاره د ځینو هیوادونو د یوې اړخیزې پریکړې له مخي بنده شوې ده.

څيپراس په خپل دغه پیغام کې ویلي دي چې دی تمه لري چې توسک د اروپایي اتحادیې پریکړو تطبیقولو ته توجه وکړي، نه دا چې هیوادونه دې ته تشویق کړي چې پریکړي له پامه وغورځوي.