1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د جرمني له ایالتونو د ډیرو مهاجرو د ايستلو غوښتنه کړې

۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعه

د آلمان صدراعظمي د خپلو ایالتونو له لومړي وزیرانو سره په غونډه کې د رد شوو مهاجرو د ژر ایستلو پلان ملاتړ وکړ. له آلمان څخه د مهاجرو ایستل په هر ایالت پوري اړه لري.

https://p.dw.com/p/2XHtK
Merkel Gauck Appoints New Foreign Minister, Shifts In Other Cabinet Posts
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان صدراعظمي په برلین کې د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد د ۱۶ ایالتونو له لومړي وزیرانو سره ولیدل، څو د رد شوو مهاجرو د اخراج پروسې پر چټک کولو باندي خبري وکړي.

د دغه ۱۶ مادو لرونکو پلان یوه اصلي موضوع، په برلین کې د همغږۍ مرکز وو. په دې مرکز کې به د ټولو ایالتونو استازي ګډون ولري او د مهاجرت اړوند چارې به همغږي کوي. سربیره پر دې، یاد پلان پر دې هم ټینګار کوي چې د رد شوو مهاجرو مرکزونه دي هوايي ډګرونو ته څیرمه جوړ شي، څو په دې کار سره د رد شوو کسانو لیږد اسانه کړي.

د آلمان د هیسن ایالت لومړي وزیر، فولکر بوفیر په دې هکله وویل: «موږ پر دې هوکړه وکړه چې د بیرته لیږد مرکزونه چې پخوا هم موجود ول، باید د فدرالي ادارې تر څار لاندې په پوتسدام کې جوړ شي.»

دغه وړاندیز شوی پلان به همدا راز د هغو رد شوو مهاجرو لړۍ نوره هم اسانه کړي چې گواښونکي فکرونه لري. پر دې سربیره به د هغو مهاجرو له پاره د پیسو په ورکړه کې هم زیاتوالی رشي چې غواړي پخپله خوښه بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي.

له هغو مهاجرو سره چي د پناه غوښتني په هکله يې تر وروستۍ پريکړي مخکي بيرته خپل هيواد ته د تگ پريکړه وکړي مالي مرستي ورسره کيږي.

د فدرالي واکونو زیاتوالی

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیر د پنجشنبې په ورځ وویل چې آلمان په چټکۍ سره د مهاجرو د لیږ له پاره «ګډو هلو ځلو» ته اړتیا لري.

هغه دغه راز افغانستان ته د مهاجرو پر اخراج، چې د آلمان د ځینو ایالتونو له خوا تر نیوکې لاندي راغلی وو، د خپل موقف کلکه دفاع وکړه.

په ورته وخت کې د پنجشنبې په ورځ د آلمان د حکومت اپوزیسیون، د آلمان زرغون ګوند د حکومت له لوري د بیرته لېږونکو مهاجرو له پاره د عمومي مرکز پر جوړولو نیوکه وکړه. د زرغون ګوند مرستیالي، سیمونی پیټر د آلمان ملي تلویزیون اس. وې. آر ته په خبرو کې وویل: «دا غلطه لار ده.»

هغه وايي چې تمه وه برلین به په آلمان کې د امنیتي اقداماتو د ډېرښت پلان وړاندي کړي، خو هغوی د دې پرځای له آلمان څخه د رد شوو مهاجرو پر بیرته لیږد باندي فکر کوي. پیټر وايي: «دا د اصلي هدف څخه ليروالی دی.»

ميرکل په آلمان کې د روان کال په سپتمبر میاشت کې د ترسره کیدونکو ټاکنو په درشل کې د دې هیواد د امنیتي جوړښت د اصلاحاتو له کبله تر سخت فشار لاندي ده.

نور مطالب: