1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د مهاجرت په اړه له جوړجاړي دفاع وکړه

۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبه

انګلا مېرکل او هورست زېهوفر په برلين کې د مهاجرت په اړه له خپل جوړجاري دفاع وکړه. هغوی پر دې سربېره د آزاد ليبرال او زرغون ګوندونو سره د جمایکا په نوم حکومتي ائتلاف جوړولو په اړه د خبرو اترو د پېل تهداب هم کښېښود.

https://p.dw.com/p/2lVU1
Berlin PK Merkel Seehofer Union einigt sich auf Kompromiss im Flüchtlingsstreit
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل له خپل متحد ګوند CSU یا سوسیال مسیحې سره د مهاجرو په موضوع کې جوړ جاړي له آزاد لیبرال او زرغون ګوندونو سره د یوه ائتلاف د رامنځته کولو له پاره ښه تهداب بولي.

د آلمان صدراعظمې د خپل متحد ګوند CSU له مشر هورست زیهوفر سره په برلين کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل: «CDU او CSU یوې ګډې نتیجې ته رسیدلي دي چې زما په اند دا یو ډیر زیات ښه تهداب دی چې پر بنسټ یې اوس موږ کولی شو له آزاد لیبرال او زرغون ګوندونو سره مقدماتي خبرو اترې وکړو».

د مسیحي دیموکرات ګوند مشرې انګلا میرکل اعلان وکړ چې په اتحاد کې دننه د دو متحدو ګوندونو تر هم نظره کیدو وروسته به اوس نو د راتلونکي اونۍ د چهارشنبې په ورځ د جمایکا ائتلاف په هکله مقدماتي خبرې اترې پيل شي.

میرکل زیاته کړه چې په پلان کې ده چې د لومړي ځل له پاره به د اکتوبر میاشتې پر ۱۸ د اتحادي ګوندونو او آزاد لیبرال او همدارنګه له زرغون ګوند سره سلا مشورې وشي.

د خبرو اترو د حلقو د رپوټ په حواله آزاد لیبرال او زرغون ګوندونه غواړي د پنجشنبې په ورځ خپلې مقدماتي خبرې وکړي او بالاخره د جمعې په ورځ به د لومړي ځل له پاره مسیحي دیموکرات، سوسیال مسیحي اتحاد، آزاد لیبرال او زرغون ګوندونه یوه ګډه لویه غونډه ولري.

مخکې تر دې د یکشنبې په شپه د آلمان صدراعظمې له خپل متحد ګوند CSU سره پر دې خبرې کړي چې څرنګه له زرغون او آزاد دیموکرات ګوندونو سره یو ایتلافي حکومت جوړ کړي. په دغو خبرو اترو کې د مهاجرو له پاره د ۲۰۰ زره سرحد ټاکل د بحث له اساسي موضوعاتو څخه ول.

په برلين کې د کونرات ادیناور، له ودانۍ څخه چیري چې تیره شپه دغو خبرو اترو جریان درلود د حل لارې پر یوه پاکیټ باندې د موافقې په اړه خبرې وشوې. خو په دې پاکیټ کې پر کومو موضوعګانو باندې توافق شامل دی؟ د یکشنبې په شپه تر اوږدو خبرو اترو وروسته هيچا هم نه غوښتل په رسمي ډول په دې هکله څه ووایې.

هغه خبریالان چې د غونډې د باندې منتظر ول تمه یې درلوده چې د هغو مسائلو په اړه چې د آلمان مسیحي دیموکرات (CDU) او د سوسیال مسیحي اتحاد (CSU) مشرانو د نظر اختلاف درلود او بحث یې پرې کړی دی له دوی سره به شریک شي.

خو په دغو خبرو اترو کې پر یوې فورمول بندۍ موافقه رامنځته شوه چې د بشردوستانه دلایلو له امله د «خالص مهاجرت» کچه باید په کال کې تر ۲۰۰ زرو لوړه نه شي.

خالص مهاجرت یعنې څه؟ د تیرې شپې د پریکړې په متن کې راغلي دي چې آلمان ته داخلیدونکي او له دغه هیواد څخه بیرته خارجیدونکي کسان باید محاسبه شي. په دې سند کې د مهاجرو راتګ ته د نهایې حد ټاکلو کلیمه نه ده یاده شوې.

په سند کې څه راغلي؟

په دې اړه په اسنادو کې دقیق لیکل شوي: «موږ غواړو دې هدف ته ورسیږو چې د بشردوستانه لاملونو له کبله د مهاجرو، پناغوښتونکو، فرعي حفاظت یا د دویمې درجې مهاجرو، د کورنۍ الحاق، له آلمان څخه بی ځایه کیدونکو او نویو استوګنو د قبلولو شمیر په کال کې له ۲۰۰ زرو انسانانو څخه لوړ نه شي.»

د کارپوهانو له پاره فورمول بندي، هغه چې دوی یې باید د نیدرزاکسن ایالت او بایرن ایالت رای ورکونکو ته توضیح کړي په دې ډول دی: فرعي یا د دویمې درجې مهاجر، هغه دي چې د محدود وخت له پاره حفاظت ترلاسه کوي. بی ځایه شوي او نوي استوګن بیا د مهاجرو د بیا ځای پر ځای کولو په معنی دي. 

همدارنګه هغه مهاجر چې کاري قوه ګڼل کیږي او په اروپا کې دننه مهاجرتونه کوي په دغې شمیرې کې نه دي شامل.

زموږ له ارشيف څخه: