1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د مهاجرو سياست په برخه کي پر خپل دريځ ولاړه ده

۱۳۹۵ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د یوې المانۍ ورځپاڼي په حواله صدراعظمي انګيلا ميرکل د یوه لیک له لاري د مهاجرو په سیاست کي د بایرن ايالت صدراعظم زې هوفر ټوله تورونه ردکړي دي.

https://p.dw.com/p/1IcmW
د جرمني صدراعظمه انگيلا ميرکل او د بايرين ايالت لومړی وزير زې هوفر
انځور: Getty Images/J. Simon

لکه څرنگه چي «زوید دویچه څایتونگ»ورځپاڼي د سه شنبه په ورځ په خپله انټرنیت پاڼه کي رپوټ ورکړی دی، میرکل د زې هوفر، دواړه تورونه، یعني داچي مرکزي حکومت قوانین او مقررات تر پښو لاندي کړي او دوهم داچي د مهاجرو د شمیر په راکمولو کي یې هیڅ گام نه دی اخيستی، رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.

میرکل په خپله لیکنه کي د مهاجرو بحران دوامداره حل ته اشاره کړې او په دې لار کی یې د اروپا-ترکیې تړون یادکړی دی. هغې ویلي دي، چي د مهاجرو تعدا باید راکم سي، خو په عین حال کي باید اروپا خپل بشري مکلفیتونه هم ادأ کړي.

په دې ډول نو میرکل د مهاجرو په برخه کي پر خپله تگ لاره باندي ټینگه پاتیږي. هغې د سوسيال مسيحيانو یو طرفه ملي تدابیر، لکه د سرحدونو تړل تل په دې دلیل رد کړي دي چي باید د مهاجرو بحران ته یو اروپايي حل پیدا سي.

د بایرن صدراعظم بیا د دې لیک په عکس العمل کي مایوسي ښکاره کړې ده. هغه ویلي دي چي په لیک کي د ده اصلي غوښتنو ته نسبتأ لږ جواب ویل سوی دی.

ده اعلان کړی دی چي د لیک په اړه به له میرکل سره خبري وکړي. بایرن ایالت وايي چي که مرکزي حکومت د مهاجرو شمېر په راکمولو کي پياوړي گامونه پورته نه کړي دوی به په ستره محکمه کي ورباندي دعوه وکړي.