1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د مهاجرو په اړه خبرو له پاره ترکيې ته رسدېلې

۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبه

د جرمني صدراعظمه انگيلا ميرکل له ترکي چارواکو سره د مهاجرت بحران په اړه خبرو له پاره انقرې ته رسېدلې ده. هغه غواړي د ترکيې له لومړي وزير او جمهور رئيس سره وگوري.

https://p.dw.com/p/1HrJ6
Deutschland Angela Merkel mit Ahmet Davutoglu
انځور: Getty Images/M. Hitij-Pool

ترکيې ته د جرمني د صدراعظمي د سفر موخه دا ده چي ترکيه غربي اروپا ته د مهاجرو د روان بهير په مخنيوي کي څه کولای سي او اروپايي ټولنه بايد له ترکيې سره څه ډول مرسته وکړي.

اروپايي ټولنه او ترکيه د تيرکال د نوامبر مياشت په وروستيو کي د «عمل» پر پلان باندي سره سلا سول.

ترکيې چارواکو پر نورو سربيره ژمنه کړې ده چي خپل سرحدونه به ښه ترا ساتي او اروپايي ټولني بيا په بدل کي ژمنه ورسره کړې ده چي په ترکيه کي به په درو ميلياردو ډالرو سره د درو ميليونو مهاجرو غم خوري.

پر دې سربيره به اروپايي هيوادونو ته د ترکانو د آزاد سفر او اروپايي ټولني ته د دغه هيواد پر شاملېدو باندي خبري کيږي. خو اروپايي ټولنه وايي چي د دغه امتياز د ترلاسه کولو له پاره د ترکيې هڅي بسنه نه کوي.

پر ترکيې چي د قانون د حاکميت او مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کي له کلونو راهيسي اروپايي ټولنه نيوکه کوي، د مهاجرت بحران د مخنيوي په برخه کي ډېر مهم هيواد گڼل کيږي.

منځنۍ او شمالي اروپا ته پر لار، ترکيه د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره يو ډېر مهم ترازيتي هیواد گڼل کيږي.