1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د څارنيز پروگرام په اړه څومره معلومات لرل؟

مسعود جهش (کارلا بلای کر)۱۳۹۲ تیر ۲۶, چهارشنبه

د آلمان د پارلمان یوه څارونکې کمیټه به اوس په دې اړه څېړنې وکړي چې د میرکل حکومت تر کومي اندازې پورې د امریکا متحده ایالاتو د تلیفوني او انترنتي اړیکو د څارنیز پروګرام په اړه معلومات لرل.

https://p.dw.com/p/199cq
GettyImages 172560505 German Chancellor Angela Merkel arrives for a press conference after a conference on promoting youth employment in Europe on July 3, 2013 in the chancellory in Berlin. German Chancellor Angela Merkel said that record youth unemployment is 'perhaps the most pressing problem facing Europe' and warned of the threat of a 'lost generation', speaking on the eve of a meeting on the crisis. AFP PHOTO / JOHANNES EISELE (Photo credit should read JOHANNES EISELE/AFP/Getty Images)
Angela Merkel am 3. Juli 2013 in Berlinانځور: AFP/Getty Images

آیا آلماني استخباراتي سازمانونو د امریکا د «ملي امنیت ادارې» یا بهرنۍ استخباراتي ادارې (NSA) د څارنیزو پروګرامونو په اړه معلومات لرل؟ آیا له دغې ادارې څخه د ترلاسه شویو معلومات په مرسته د کومي ترهګري پېښي مخنیوی شوی دی؟ دا هغه پوښتني دي چې د آلمان د پارلمان یوه څارنیزه کمېټه غواړي هغه د میرکل له حکومت څخه وکړي.

تر دې مخکي د آلمان د کورنیو چارو وزیر هنس پیتر فریدریش، د سه شنبې په ورځ دغي کمیټې ته رابلل شوی وو. فریدریش په داسې حال کې د څارنیزي کمېټې پوښتنو ته ځوابونه وویل چې لا وختي یې په واشګټن کې له امریکايي چارواکو سره د امریکا د څارنیز پروګرام خبري کړي وې.

د څارنیزي کمېټې دندې

دا چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر د کمېټې له غړو سره په خبرو کې څه وویل روښانه نه ده. دا په داسې حال کې ده چې د څارونکي کمېټې دنده دا ده چې د آلمان د پارلمان غړي د دغه هیواد د استخباراتي ادارو له فعالیتونو څخه باخبره کړي. پر دې سربیره دغه کمېټه د آلمان د حکومت او استخباراتي ادارو تر منځ د اړیکو څارنه هم کوي. خو د پارلمان غړي بیا اجازه نه لري چې هغه معلومات چې یې ترلاسه کړي دي له خپلو ګوندونو او یا هم نورو آلمانیانو سره شریک کړي.

له زرغون ګوند څخه د څارونکي کمېټې غړی هنس کریستین شتروبلې، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «موږ کولای شو چې لا ډیر معلومات وغواړو، دوسیې وګورو او کولای شو چې د دولت غړي د معلومات د ترلاسه کولو له پاره راوغواړو.» هغه زیاته کړه: «موږ يو لړ اقدامات تر لاس لاندي نيولای شو، خو دا یوازي په هغه صورت کې کیدای شي چې حکومت زموږ پوښتنو ته ځواب ووایي.»

دا په داسې حال کې ده چې د څارونکي کمېټې پخواني غړي ولفګنګ نیسکویک، پر دې کمېټې باندي نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې هغه پر چارو باندي ډیره اغیزه نه لري. نیسکویک استدلال کوي چې دغه کمېټه حکومت د معلوماتو ورکولو ته اړولای نه شي. هغه وایي: «د دې کمېټې کار د یوه اورګاډی د هغه کنترولر کار ته ورته دی چې له خلکو یوازې پوښتنه کوي چې ټکټونه یې اخیستې دي او که نه. خو کله چې یو څوک ورته ووایي چې هو ټکټ یې اخیستی دی نو بیا پرته له دې چې د هغه ټکټ وگوري په خبره یې باور کوي.»

کیدای شي چې میرکل هم دغي کمېټې ته حاضره شي

هنس کریستین شتروبله هم د دولت له خوا دغي کمېټې ته په آلمان کي د امریکا متحده ایالاتو د څارنیزو پروګرامونو په برخه کې له ورکړل شویو معلوماتو راضي نه دی. هغه غواړي چې په پخپله انګلا میرکل دغي کمېټې ته حاضره شي. هغه وایي: «هغه باید د آلمان پارلمان ته ووایي چې په څه پوهیده او اوس په څه پوهیږي. موږ تر اوسه پورې یوازې د هغې له وزیرانو څخه پوښتنې کړي دي. په هر حال هغه صدراعظمه ده او صدراعظمه د استخباراتي ادارو مشري هم په لاس کې لري.»

شتروبله وایي چې هغه په دې باور دی چې میرکل د آلمان په خاوره کې د امریکايي استخباراتي ادارې (NSA) د فعالیتونو په اړه تر هغه څه چې هغه ورباندي اعتراف کوي، ډیره خبره وه او په اړه یې معلومات لرل.

د رسنیو د رپوټونو په حواله د آلمان استخباراتي ادراې (BND) په تیرو کلونو کې څو واري د آلماني برمته شویو وګړو په قضيو کې د امریکا متحده ایالاتو له استخباراتي ادارې (NSA) څخه معلومات غوښتي دي. له دې سره نو دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې که د آلمان استخباراتي اداره په دې پوهیده چې امریکایانو د آلمانیانو اړیکې څارلې، نو څرنګه کیدای شي چې د حکومت نور چارواکي په دې خبره نه پوهیږي.

د آلمان د چپي ګوند غړي ستیفن بوخهن، د NDR له راډیو سره په مرکه کې ویلي دي: «میرکل به داسې وښيي چې هغه په هیڅ څه هم نه پوهیده.» خو دغه سیاستوال ویلي دي چې هغه باور لري چې د آلمان صدراعظمه د استخباراتي ادارو تر منځ د معلوماتو د تبادلې خبره وه.

واشنګټن ته تر سفر وروسته، د آلمان د کورنیو چارو وزیر وغوښتل چې د امریکا د استخباراتي ادارو فعالیتونه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په توګه توجیه کړي. هغه وویل چې د امریکايي استخباراتي ادارې له خوا د راټولو شویو معلوماتو په مرسته تر اوسه پورې په آلمان کې د پنځو بریدونو مخه نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د حکومت اپوزیسیون بیا وايي چې د پنځو ترهګرو بریدونو مخنیوی نه شي کولای چې په آلمان کې د امریکا څارنیز پروګرام توجیه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب