1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل له د يليلاما سره وکتل

۱۳۸۶ مهر ۲, دوشنبه

د چين د اولسي جمهوريت له سختو نيوکو سره سره، د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل د تبت له بودايي روحاني مشر د يليلا ما سره وکتل.

https://p.dw.com/p/DKHV
د تبت مذهبي مشر د يليلاما او د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا مير کل
د تبت مذهبي مشر د يليلاما او د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا مير کلانځور: AP
د حکومت وياند اولريښ ويلهم ويلي دي، چي انگيلاميرکل پرون د يکشنبې په ورځ له د يليلاما سره په غيري رسمي کتنه کي، وعده وکړه، چي د تبت د کلتوري او مذهبي خپلواکي په لاره کي به د نوموړي له سوليز سياست څخه پلوي کوي.
ويلهم زياته کړې، د يليلاما دا ټنگار کړی ، چي نه غواړي له چين څخه تبت بېل کړي.
چينايانو د پنځوسمي لسيزي په پيل کي پر تبت حمله وکړه او هغه خپلواک هيواد يي له خپلي خاوري سره يو ځای کړی.