1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل نه غواړي افغانستان ته نور ځواکونه واستوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د جرمني صدراعظمي ميرکل د ناټو له عمومي منشي سره په ملات کي ويلي دي چي نه غواړي اوس افغانستان ته نور اضافي عسکر ولېږي. ناټو افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو غوښتنه مطرح کړې وه.

https://p.dw.com/p/2cnIB
Deutschland Merkel empfängt Stoltenberg
انځور: Getty-Images/AFP/T. Schwarz

د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل د پنجشنبې په ورځ په برلين کي د ناټو له عمومي منشي سره په ملاقات کي وويل: «زه اوس تر پريکړي پوري صبر کوم او فکر نه کوم چي موږ دي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د ظرفيت لوړولو په لومړي کتار کي يوو.»

هغې زياته کړه: «موږ بايد اوس د دې غم وخورو چي د افغانستان په شمال کي پايښت او ثبات ټينک وي او د دغه مقصد له پاره ماموريت د اټکل وړ وي.» ميرکل وويل: «ځکه موږ اوس هلته [افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو] په لومړي کتار کي ځان نه گڼو او د اوس له پاره کوم دقيق پلان هم نه لرو.»

جرمني او د ناټو نور غړي هيوادونه اوس له هغي غوښتني سره مخامخ دي چي افغانستان ته د نورو اضافي ځواکونو په برخه کي سوې ده.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ برلين ته تر سفر مخکي بريتانيا ته سفر کړی وو او هلته ئې د لومړۍ وزير تيريسا مي سره په ليدنه کتنه کي هم افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې وه.

ستولتنبرگ ويلي ول چي د ناټو له ليد لوري د دوی ماموريت په افغانستان کي څو زره نورو عسکرو ته هم اړتيا لري. هغه ويلي ول چي په دې اړه به په راتلونکو اوونيو کي يوه سياسي پريکړه وسي.

پتېيل سوې ده چي د رواني مياشتي پر ۲۵ نېټه په بروکسل کي د ناټو د غړو هيواد د مشرانو په غونډه کي چي د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ هم گډون پکښې کوي د افغانستان په اړه هم بحث وسي.

په دې غونډه کي به له تروريزم سره د مبارزې په برخه کي د ناټو پر رول او په افغانستان کي د ناټو پر ماموريت بحث وسي.

(dpa/AFP (NZ