1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل پارلمان ته د«ملت د وضعيت» بيانيه ورکړه

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۹, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته د «ملت د وضعیت بیانیه» واوروله. بیانیه د آلمان پر کورنيو مسايلو باندي متمرکزه وه.

https://p.dw.com/p/1Az6U
انځور: John Macdougall/AFP/Getty Images

د میرکل د چهارشنبې د ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۹) وینا د هغې د دریمي دورې پر یو شمیر مهمو پالیسو باندي رڼا واچوله. د هغې دغه وینا تر ډیره حده پوري د آلمان پر کورنیو سیاستونو باندي متمرکزه وه.

میرکل د خپلي وینا په سر کې د اوکراین په اړه یو څه خبري وکړي. د آلمان صدراعظمې روښانه کړه چې په کیف کې د آلمان سفارت او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین وضعیت له نزدې څخه څاري. د سه شنبې په ورځ د اوکراین لومړي وزیر او کابینې یې استعفا ورکړه.

میرکل د «ملت د وضعیت» د وینا پر مهال په اول وار پر چوکۍ باندي ناسته وه، دا ځکه چې هغه تر دې مخکي د سکي پر مهال ټپي شوې وه او اوس هم په درملنه کي ده.

په اروپا کې د ثبات بېلګه

د میرکل د خبرو ډیره برخه د آلمان د اقتصاد په اړه وه. هغې وویل چې هیواد یې له اقتصادي کړکېچ سره سمه مبارزه کړې ده او له همدې کبله اوس د اروپا په تر ټولو لوی اقتصاد بدل شوی دی. هغې وویل: «موږ په اروپا کې تر بل هر هیواد ښه له اقتصادي کړکیچه راوتلي یو.»

د آلمان پارلمان
انځور: picture-alliance/dpa

میرکل په آلمان کې د بېکارۍ د کښتي کچي ستاینه وکړه خو ویې ویل چې اوس هم باید ډیر کار وشي. د میرکل په نوي ایتلافي حکومت کې حداعقل مزد د یوه مهم کاري پلان په توګه منل شوی دی.

د آلمان د انرژۍ سیاست

آلمان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د «بیا استفادې وړ انرژي» د استفادې له پاره یې ځان ته ډیر سخت هدفونه ټاکلي دي. میرکل په خپلي بیانيه کې همدې خبري ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د هغې لوی ایتلافي حکومت دغو هدفونو ته د رسیدو یوازنۍ لار ده. میرکل وویل: «لوی ایتلاف د لویو کارونو [د سر ته رسولو] له پاره ایتلاف دی.»

آلمان غواړي چې تر۲۰۵۰ کال مخکې ۸۰ سنله له «بیا استفادې وړ» انرژې څخه کار واخلي. اوس آلمان په ۲۵ سلنه برخو کې له بیا استفاده کیدونکي انرژي څخه کار اخلي.

د میرکل د وینا په اړه د اپوزیسیون غبرګون

د میرکل تر وینا وروسته په پارلمان کې د کیڼ اړخو ګوند مشر ګریګور ګېزي، د هغې پر ډیرو خبرو باندي نیوکې وکړې. دغه سیاستوال په لومړي سرکې بې له دې چې پر کوم مشخص ټکي باندې نیوکه وکړي وویل چې «د میرکل وینا له واقعیت سره هیڅ نزدیوالی نه لاره».

هغه بیا په مشخصه توګه د امریکا د کورني امنیت استخباراتي ادارې یا NSA په اړه د میرکل پر خبرو باندي نیوکي وکړې. میرکل په خپله وینا کې ویلي ول چې د NSA د افشاګريو په اړه جدي پوښتنې رامنځ ته کړي دي خو هغې په عین حال کې ټینګار وکړ چې له امریکا سره نزدیوالي او همکاري د واشنګټن او برلین په ګټه ده.

خو ګېزي بیا وویل چې ولي میرکل اوس هم له امریکا سره په خبرو اترو بوخته ده او دا چې ولي هغې تر اوسه پورې د امریکا پر ضد اقدام کړی نه دی.