1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل په جرمني کي دمالياتو د ژر راکمولو سره مخالفت وکۍ

۱۳۸۷ آذر ۱۱, دوشنبه

دجرمني مسيحي ديموکراټ ګوند نن په خپله ګوندي کنګره کي ددغه هيواد د صدراعظمي اودهمدغه ګوندد مشري انګيلا ميرکل څخه پوره ملاتړ وکۍ ،

https://p.dw.com/p/G7A8
انګيلا ميرکل په ګوندي کنګره کي د بيانيې پر وخت
انګيلا ميرکل په ګوندي کنګره کي د بيانيې پر وختانځور: AP

او دا يې د پنځمي پلا دپاره ددغه ګوندد مشري په حيث وټاکل .

ددې دمخه انګيلا ميرکل،مسيحي ديموکراټان يو والي ته راوبلل . ميرکل په شتوتګارت کي د1000کسوګوندي نماينده ګانو په مخ کي وويل چي مسيحي ديموکرات ،اومسيحي سوسيال ګوندونه د21 پيړۍ پر چلنجونو باندي يوازي په ګډه سره بريالي کيداي سي .

دې په عين وخت کي دخپل حکومت دکارڅخه مثبت بیلانس ورکۍ . د کنګرې اصلي موضوع دمالياتو پر کمولو باندي راڅرخيدل . ميرکل تر پارلماني انتخاباتو دمخه دمالياتو ډير راکمول رد کړل ،خو داقتصادي په شاتګ د دوام په صورت کي يې داقتصادي نوساناتو اوتمايلاتو دبيرته لوړولو دپاره دنورو اقداماتو دکولو وعده ورکړه .

دبلي خوا دبايرن ايالتي ورشکسته بانک غواړي ،چه په پيسو کي د سپما او تاوان راګرزولو په خاطر د خپلو کارکونکو تعداد ډير راکم کي ، او داوس 19000کارکونکو څخه 5600 کارکونکي رخصت کي ، چه اکثره به يې د خارج کارکونکي وي . په جرمني کښي به ددغه بانک 1000 تنه کرکونکي بيکاره سي .