1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميسي د گول وهلو نوی ريکارډ ټينگ کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د ۲۰۱۲ کال د فوټبال غوره لوبغاړی لیونل میسي، د اروپا د فوټبال د لوبو په وروستي فصل کي د ۶۷ گولونو په وهلو سره د گیرد مولر د تر ټولو ډیرو گولونو د وهلو ریکارډ مات کړ.

https://p.dw.com/p/14oS0
انځور: picture-alliance/dpa

هغه په دې لوبو کي ۶۸ گولونه وهلي دي. تر دې مخکي گیرد مولر، د اروپایي کلپونو په لوبو کي ۶۷ گولونه وهلي ول.

د ارجنټاين د ملي ټیم لوبغاړی لیونل میسي د بارسیلونا په لوبډله کي لوبه کوي. هغه د اروپا د فوټبال د کلپونو په لوبو کي ۶۸ گولونه ووهل او د ۶۷ گولونو پخوانۍ ریکارد ئې مات کړ.

تر دې مخکي د بایرن مونشن لوبډلي پخواني لوبغاړي گیرد مولر، د اروپايي کلپونو په لوبو کي د تر ټولو ډیرو گولونو ریکارډ ټينگ کړی وو.

Spanien Fußball Pokal-Wettbewerb FC Barcelona gegen Erzrivalen Real Madrid
انځور: dapd

مسي تر اوسه پوري د هسپانيې د لا لیگا (La Liga) په لوبو کي ۴۶ گولونه، د اروپا د اتلو کلپونو په تر منځ سيالۍ (Champions League) په لوبو کي ۱۴ گولونه، د هسپانيې (Spanish Super Cup) په لوبو کي درې گولونه، د پاچا په کپ (King’s Cup) کي دوه گولونه، په نړیوال کپ کي دوه گولونه او د اروپا په سوپر کپ کي یو گول وهلی دئ.

مسي کولای سي چي نور گولونه هم پخپل نوم ثبت کړي. ځکه چي اوس هم لا دو نور لیگونه پاته دي او د پاچا د کپ (King’s Cup) وروستۍ لوبه هم لا نه ده تر سره شوې.

گومان کیږي چي میسي به په راروانو لوبو کي هم ډیر گولونه ووهي او د اروپایي لوبو په فصل کي به یو ډیر سخت ریکارد ټينگ کړي.

لیونل اندریس میسي د ۱۹۸۷ کال د جون د میاشتي پر ۲۴ نېټه په ارجنټاین کي زیږیدلی دئ. هغه اوس د هسپانيې د بارسیلونا په لوبډله کي لوبه کوي.

Champions League 2011 / 2012 Achtelfinale Bayer 04 Leverkusen gegen FC Barcelona
انځور: AP

دغه ارجنټاينی لوبغاړی د کاله ۳۳ ميليونه يورو عايد لري، چي له دې څخه ۱۰،۵ ميليونه ئې معاش، ۱،۵ ميليونه يورو بخشش او ۲۱ ميليونه نور د اعلانونو له درکه تر لاسه کوي.

میسي د خپل هیواد د ملي لوبډلي کپيتان هم دئ. میسي یوازي د اروپا د کلپونو تر منځ په لوبو کي د تر ټولو ډیرو گولونو د وهلو ریکارد نه دئ ټينگ کړی. بلکي هغه پر دې سربیره ډیر نور ریکاردونه هم وهلي دي.

میسي سږ کال د فوټبال په ډگر کي د کال د غوره لوبغاړي په توگه وټاکل شو او هغه ته د سرو زرو بوټ هم ورکړل شو.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل