1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميشل پلاتيني: د افغانستان د فوټبال ملاتړ کوو

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

د اروپا د فوټبال د کنفدراسیون رئیس میشل پلاتیني، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د فوټبال د ملي لوبډلي د ملاتړ اعلان وکړ. هغه وویل چې د اروپا د فوټبال کنفدراسیون چمتو دی چې له افغان لوبډلي سره مرستي وکړي.

https://p.dw.com/p/19lsf
انځور: picture-alliance/dpa

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي په وروستیو وختونو کې په نیپال کې د سویلي اسیا د هیوادونو اتل شو او په دې ترتیب سره یې دغه کپ له ځان سره کابل ته راوړ.

پلاتیني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له رئیس کرام الدین کریم، سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل: «د اروپايي ټولني د فوټبال او د دغي ټولنې د نورو غړو فدراسیونونو په استازیتوب د افغانستان د فوټبال فدراسيون ملاتړ کوو.»

پلاتیني وویل چې د اروپا فدراسیون چمتو دی چې په بلابیلو برخو کې د افغانستان له فوټبال سره مرسته وکړي. هغه روښانه کړه چې د اروپا د فوټبال د کنفدراسیون د قوانینو له مخې دغه سازمان نه شي کولای چې د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره مالي مرستې وکړي، خو هغه ټینگار وکړ چې سازمان به یې د افغان لوبډلې د ظرفیت د لوړوالي په برخه کي مرستي وکړي.

د اروپا د فوټبال د کنفدراسیون مشر وویل چې د اسیایي او اروپايي فوټبال فدراسونونو تر منځ ډیرې نزدې اړیکي موجود دې او د یوه لاسلیک شوي تړون له مخکې د فوټبال اروپايي فدراسیونونه کولای شي چي په اسیا کې د ظرفیت د لوړوالي په برخه کې کار وکړي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مشر کرام الدین کریم، په دغه کنفرانس کې وویل: «دغه سفر ډیر یوه مهمه پېښه ده. دا سفر نه یوازې د فوټبال د راتلونکې له پاره ډیر مهم دی بلکي آن د افغانستان د امنیت له پاره هم گټه لري او د دې له پاره هم گټور تمامیدای شي چې خلک نور په دې اړه فکر و نه کړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به څه کیږي. افغانستان ته د فوټبال په برخه کې د پلاتیني په څیر مهمو شخصیتونو سفر ډیر مهم دی. د دوی راتلل ډیر ارزښت لري.»

کریم په وروستیو کلونو کې د افغانستان د برياوو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د «غوره لیگ» لوبو پيل ډیر گټور وباله. کریم روښانه کړه چې اوس تنکۍ نجوني او تنکي ځوانان د فوټبال په لوبډلو کې لوبیږي او دا چې دغه لوبه په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره لا ډیر پلویان موندي.

کریم وویل چې په وروستیو وختونو کې ډیري هڅې شوې دي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون او نورو اسیايي فدراسیونونو تر منځ ښې اړیکې رامنځ ته شي. هغه زیاته کړه:

«موږ هم په اروپا او هم په اسیا کې د فوټبال له بیلا بیلو فدراسیونونو سره ښې اړیکې رامنځ ته کړې دي. ټول هیوادونه زموږ ملاتړ کوي او هیله لرو چې دغه لړۍ به دوام ومومي.».