ميټ رومني د ايلي نوی د ايالت لومړنۍ ټاکنې گټلي دي
۱۳۹۱ فروردین ۲, چهارشنبهاعلان
د جمهوري رياست له پاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ميټ رومني، د ايلي نوی د ايالت لومړنۍ ګوندي ټاکنې گټلي دي. د ۷۵ سلنه رايو تر حسابولو وروسته معلومه شوه چې ۴۷ سلنه رایې میټ رومني او ريک سانتورم ۳۵ سلنه رایې گټلي دي. په دې ترتیب سره نو رومني مخته او د جمهوري رياست نوماندي ته نور هم ورنزدې سو.