1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميکرنان: د جرګو د هيواد مسله په جرګه حلېږي

۱۳۸۷ آبان ۲۹, چهارشنبه

د سوله ساتو ځواکونو عمومي قوماندان ډيويډ ميکرنان، ددې پلوي کړې ده چي په افغانستان کي د زور زياتي د مخ نيوی او د هغه د کمولو لپاره دي دهغه هيواد و قومي مشرانو ته په سياست کي ډيره برخه ورکړل سي

https://p.dw.com/p/Fxsk
امريکايي جنرال ډيويډ ميکرنان
امريکايي جنرال ډيويډ ميکرنانانځور: AP

داخبره جنرال ميکرنان دسه شنبې په ورځ په واشنګټن کي کړې ده اوزياته کړي يې ده چي دطالبانو پخواني غړي هم پدې کتارکي راځي.

ميکرنان زياته کړې ده چي له سيمه ايزومخکښانو او لارښودانو سره دبرياليتوب دلاسته راوړلو لپاره وګډ کار کولو ته مجبوره يو. او بيايي ويلي دي چي « کيداي سي په سيمه ايزه کچه پخلاينه پدې لاره کي ډيره پياوړې اوښه وسيله وي.ځکه دهغه هيواد وتاريخ ته که سړی وګوري ډير لږ يې مرکزي حکومت لرلی دی.اودا داسي هيواد دی چي په تاريخ کي يې سيمه ایز ه کورواکي لرله اود قومي اقتدار لرونکي سيمه ايز نظامونه يې درلودل.»

ميکرنان،ويلي دي چي همدا اوس د افغانستان دحکومت له غړيو سره ديوې مثال ګرځېدونکي طرحي په هکله خبري کوي ترڅو سيمه ايز قومي مشران ديوې جرګي لپاره چي په افغانستان کي ستره عنعنه او دود دی راوبلي.

ده داطرحه د عراق د لويديزي سيمي له اقدامونو سره پرتله کړې ده. هلته سوني قومي مشرانو د امريکا له متحده ايالتونو سره دالقاعدې د زورلارو پر ضدګډ کار کړی دی. نوموړي په خپلوڅرګندونوکي زياته کړې ده چي يوازي د زورزياتي له لاري په افغانستان کي پر پاڅون کونکو باندي برياليتوب نسي ترلاسه کيدای. ځکه چي بالاخره به دا انسانان وي چي پريکړه به وکړي چي دوی په افغانستان کي د يوې بلي پايلي يعني دسياسي پايلي ترلاسه کول غواړي.

په افغانستان کي دسوله سا تي پوځ عمومي قوماندان جنرال ميکرنان په افغانستان کي له افراطيانوسره په وسله واله جګړه کي دقومي مليشه وو شاملول ناممکن بللي دي او ويلي يې دي چي د قومونوترمنځ دمناسباتو دپيچلوالي له امله ددې خطر ډير دی چي ځان ته نوي دښمنان سړی پيدا کړي.

پدې منځ کي طالبانو دافغانستان دجمهور رييس حامد کرزي ددې بلني په وړاندي چي که دطالبانو مشران له ده سره دسولي دخبرو لپاره کابل ته راسي دی به يې دخپل قدرت ترورستي حده ساتنه وکړي، غبرګون ښکاره کړی دی.ذ‌بيح الله مجاهد، چي ځا ن دطالبانو وياند معرفي کوي په ځواب کي ويلي دي چي دافغانستان حکومت واک نلري اودوي دبهرنيانو تر هدايت لاندي خبرو اترو ته چمتوندي، د افغانستان له حکومت سره يوازي په هغه صورت کي چي بهرنيان له هغه هيواد څخه ووزي خبرو کولوته حاضريږي.