1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميک کريسټل: ايران د طالبانو ملاتړ کوي

۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبه

په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټال وايي، چي« ناټو داسي اسناد او بيلګي په لاس کي لري،چي ايران دطالبانو ملاتړ کوي...

https://p.dw.com/p/NdWA
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل او په کابل کي د امريکا سفير آکن بيري
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل او په کابل کي د امريکا سفير آکن بيريانځور: AP

ميک کريسټل تيره ورځ په کابل کي ويلي دي، چي طالب جنګيالي په ايران کي روزل کيږي، او ايران دوئ ته سلاوي او نور پوځي اکمالات ورکوي.

که څه هم، چي ميک کريسټل وايي چي ناټو ددې ادعا دثبوت دپاره بيلګي لري ولي تر اوسه يې وړاندي کړي نه دي.

د ايران حکومت دغه راز ادعاوي، چي تر اوسه څو واري سوي رد کړي او د طالبانو سره هر ډول مرستي يې رد کړي دي.

د ايران چارواکي وايي، چي دوی په افغانستان کي د امريکا او ناټو د عسکرو د موجوديت سره مخالف دي، خو په عيني وخت کي د افغانستان دهغه حکومت سره ښي اړيکي پالي، چي د امريکايانو د خوايې ملاتړ کيږي.

دافغانستان دلانجې دپيل راهيسي په عنعنوي توګه ايرانيانو د شمالي ټلوالي ملاتړ کړی،ځکه دوی د2001 ميلادي کال تر پايه پوري د طالبانو سره جنګيدل.

افغان چارواکي وايي، چي موږ داسي بيلګي په لاس کي نه لرو، چي ايرانيانو د طالبانو سره مرستي کړي وي. برعکس ايران د افغانستان د بيا روغوني په چارو کي ز موږ سره مرستي کړي دي.

په افغانستان کي دناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان ميک کريسټل وايي، چي ايران په افغانستان کي طبيعي دلچسپي لري. په ډيرو برخو کي د ايران مرستي د افغانستان دپاره ګټور دي خو داچي دوی دطالبانو سره هم مرستي کوي، دا کار سم عمل نسي بلل کيدای.

د يوه بل خبر د مخه د افغانستان په شمال کي د ناټو ځواکونو په هوايي بمباريو شاوخوا25 کسه وژل سوي، چي ويل کيږي ټول طالبان دي.پيښه دشنبي په شپه دبغلان ولايت په دانه غوري کي سوي.

دکندوز ولايت يوه وياند ويلي دي،چي په وژل سو کسانو کي د طالبانو دوه تنه لار ښوونکي مشران هم شامل دي.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل