مټ رومني وارسا ته رسیدلی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سهشنبهاعلان
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ کاندین میټ رومني پولنډ ته رسیدلای دئ او د دغه هیواد له ولسمشر سره ئې لیدلي دي. پولنډ د هغه د بهرنیو هیوادونو د سفر وروستی تم ځای دئ. هغه به نن په وارسا کې یوه بیانیه ورکړي. تر دې وړاندې رومني بریتانیې او اسرائیلو ته هم سفر کړی وو.