1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مژده: که امريکايان په سيمه کي سوله غواړي نو د جګړنو طالبانو سره دي خبري وکي

۱۳۸۷ اسفند ۲۳, جمعه

کارپوهان په دې نظر دي چي په افغانستان کي ميانه روه طالبان نه، بکه جګړن طالبان ستونزي جوړوي نو بايد خبري اتري هم د جګړنو طالبانو سره تر سره سي نه د ميانه روو سره...

https://p.dw.com/p/HBGc
اوباما ويلي دي چي غواړي د ميانه روه طالبانو سره خبري وکړي خو په افغانستان کي ستونزه توندلاري طالبان جوړه وي نه ميانه روه
اوباما ويلي دي چي غواړي د ميانه روه طالبانو سره خبري وکړي خو په افغانستان کي ستونزه توندلاري طالبان جوړه وي نه ميانه روهانځور: AP / DW-Fotomontage

د افغانستان جګړه د امريکا د جمهور ريس باراک اوبا ما د بهرني او د امن سياست مرکز جوړوي، په دې تازه وختو کي اوباما ويلي دي چي افغانستان ته 17000 پوځيان ليږي ، او داسي ښکاري چي په سيمه کي پر بشپړي ستراتيژي باندي دوه باره فکر کوي.

په دې تړاو سره کيدای سي چي د طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ د نوي ستراتيژۍ يوه برخه وي، امريکایي پوځيان په افغانستان کي يو ستر کار سر ته رسوي ، خو اصلي خبره داده چي، د څو کلونو راهيسي پدغه هيوادکي حالات ورځ په ورځ کړکېچن کيږي.

همدغه خبره په اصل کي د امريکا د جمهور ريس خبره هم ده چي، په تيرو ورځوکي یې د نيو يارک ټايمس مجلې ته په يوه مرکه کي په ډاګه کړيده، امريکايي پوځيان او ناټو په اصل کي د کاميابۍ په لور روان نه بريښي، ددې کبله يوې بشپړي ستراتيژي ته اړتيا بريښي، چي د پاکستان سره په پوله تړلي سيمي ډاډمني او د القاعده ترهګر ددغو ځايونو څخه پر شا سي.

ددې د پاره يو ځانګړي سياست ته د پاکستان په مقابل کي اړتيا بريښي،د يوي پوښتني په ځواب کي چي، د نوي ستراتيژي په چوکاټ کي ايا د امريکا جمهور ريس دې ته تيار دی چي د مينځ لارو طالبانو سره اړيکي ونيسي، اوبا ما په ځواب کي داسي جوته کړه چي د امريکا حکومت لګيا دی چي د افغانستان د مسلې د حل د پاره پر يوې نوي ستراتيژۍ فکر وکړي، «نوزه نه غواړم چي د وخت څخه دمخه دغي پوښتني ته ځواب ووايم ، او نتيجه او پايله د وخت څخه دمخه بربنډه کړم.

اوباما وويل که تاسي د جنرال پيټروس سره خبري وکړي،چي دسيمي ستر پوځي قوماندان دي به تاسو ته ووايي چي د عراق د ستراتيژي د کاميابي يوه برخه داوه چي د خلکو سره خبري اتري کول ول، که څه هم چي موږ دغه خلک اسلامي بنسټپال بلل ، خو دغه خلک دې ته تياروه چي زموږ سره خبري اتري وکړي، ځکه چي دوی د القاعده تکتيک په عراق کي بيګانه باله، همدغسي موازي پيښي او حالتونه په افغانستان او پاکستان کې هم شته دي.

د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي د امريکا د جمهور ريس باراک اوباما د قاطع دريځ ستاينه کړي او زياته کړي ده چي دی د ډيري مودي راهيسي د مينځ لارو طالبانو سره د ګډ کار د پاره هڅي کوي خو د افغانستان يو ګڼ شمير ماهران د افغانستان حکومت پدې هڅو کي ناکام بولي ، وحيد مژده چي د يوکتاب مولف دی د رويټر خبري آژانس ته یې ويلي دي چي، ميانه روه طالبان پرابلم ندي بلکه جګړه مار طالبان پرابلم دي، که چيري امريکايان په سيمه کي سوله غواړي نو ددغو جګړه مارو طالبانو سره بايد دوي خبرو اترو ته کښيني،چي جنګ ختم کړي د همدې موضوع په تړاو د واشنګټن بروکينګ انستيتوت ماهره وندا فیلبب برون دا خبري نه مني او وايي.

که چيري سړی د جګړه مارو ګروپونو سره د ستراتيژي په اړه خبري کوي، نو دا بايد هر چا ته جوته وي چي دغه ګروپونو ته به يوه زياته اندازه ځمکه دوي ته په اختيار کي ورکوي او سياسي ژمني به یې مني، او دا ټول څه د يو کوچني شي په بديل کي.

بيرګمن/ ګرديوال

کتونکی. زيارمل