1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکسیکو : ۱۵۸ تنه پولیس د قاچاقو په تور ونیول شول

۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/17NQy

د مخدره موادو په سازمان شويو جرمونو کې د لاس لرلو په شک د مکسيکو په شمال کې ۱۵۸ تنه پوليس ونيول شول. پلټونکو داسې شواهد موندلي دي چې له مخې يې دغه پوليس له درېو کلونو راهيسې د نشه يي توکو سوداګر نه افشا کول او ورته يې معلومات هم ورکوي. دغه خبره د دورانګو آيالت څارنوالۍ وکړه.

د پوليسو تر نيول کېدو وروسته به سرتېري او فدرالي پوليس د «ګومس پلاڅيو» او «لېردو» په نوم ښارونو کې ګزمې پر غاړه اخلي. د دورانګو آيالت په مکسيکو کې د نشه يي توکو د جرمونو اصلي مرکز بلل کيږي. د «سينالاو» او «لوس څېتس» په نوم ډلې په دغه سيمه کې يو د بل په وړاندې د نفوذ پر سر جنګيږي. په ټولې مسکيکو کې له کلونو راهيسې د نشه يي توکو جګړه دوام لري. له ۲۰۰۶ کال راهيسې په دغه جګړه کې لږ تر لږه ۷۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.