مک کين: کندهار هم د بريا او هم د ناکامۍ کلي ده
۱۳۸۹ تیر ۱۵, سهشنبهکندهار د برياليتوب او يا ناکامۍ کلي ده. دغه خبره نوموړي د افغانستان څخه د ليدني پر مهال وکړه.
او ورسره يې پر ولسمشر بارک اوباما خپله نيوکه تازه کړه چي غواړي د راتلونکي کال په جولای کي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو لړۍ پيل کړي.
مک کين په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل : موږ بايد دښمن ته داسي و نه وايو چي، موږ وزو مخکي تر دې چي کار سرته رسېدلی نه وي.
مک کين چي د جمهوريت غوښتونکو دگوند د يو مخکښ استازي په توگه د امريکا د مشرانو د جرگې غړی دی. د يو مهم سياستوال په حيث د سنا د دفاعي جرگې غړيتوب هم لري.
د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د وتلو اندېښنې وروسته تر هغه ډيري سوې چي د اوباما ادارې پر خپله ټاکلې نېټه باندي ټنگار کوي چي د افغانستان څخه به د ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.
د بلي خوا په پولنډ کي نوي ټاکل سوي جمهوررئيس برونيسلاو کوموروسکي هم ويلي چي په راتلونکي دوو کلونو کي به د افغانستان څخه د ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.
تيره ورځ د المان د دفاع وزيره په يوه مرکه کي ويلي ويل چي متحدين چي د هر دليل له مخه د افغانستان څخه پوځونه باسي بايد د خپلو انډيوالانو سره په همږغۍ دا کار وکړي.
AG/ زيارمل
کتونکی. عبدالباري حکيم