1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میانمار د سیاسي بندیانو د آزادولو ژمنه وکړه

سید ریاض (دویچه ویله، آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د میامنار ولسمشر تین سین وویل چې د روان کال تر پایه به د هغه په هیواد کې ټول سیاسي بندیان آزاد کړای شي. هغه دغه خبرې بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې دي. میانمار په وروستیو کې په يو لړ پراخو ریفورمونو لاس پورې کړی دی.

https://p.dw.com/p/198Eg
epa03788689 President of Myanmar, Thein Sein (L) meets with British Prime Minister David Cameron (R) in 10 Downing Street, London, Britain, 15 July 2013. Thein Sein is on an official visit to Britain. EPA/SANG TAN / POOL - eingestellt von gri
Präsident von Myanmar Thein Sein im Gespräch mit dem britischen Premierminister David Cameronانځور: picture-alliance/dpa

تین سین په لندن کې د «چتهام» په څیړنیزې موسسې کې وینا وکړه. هغه وویل: «زه تاسو ته د دې خبرې تظمین در کوم چې د کال تر پایه به په میانمار کې هیڅ کوم سیاسي بندي په زندان کې نه وي.»

په ۲۰۱۱ کال کې د میانمار د ولسمشر په توګه د دندې تر پیلولو وروسته، تین سین یو لړ پراخ اصلاحات رامنځ ته کړي دي چې په کې د سلګونو سیاسي بندیان آزادول هم شامل دي. تین سین همداشان پارلمان ته د سان سوچې، د تلو هر کلی هم کړی وو. سان سوچي په نړیواله کچه د بشري حقونو فعاله گڼل کیږي چې د برما د مخکینیو رژیم پر مهال یې ډیر کلونو په نظر بند کې تیر کړي دي. په میانمار یا پخوانۍ برما کې د اصلاحاتو تر رامنځ ته کیدو وروسته اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو پر دغه هیواد باندې خپل بندیزونه یو څه راکم کړل.

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمرون، د میانمار د ولسمشر د څرگندونو هر کلی وکړ. هغه وویل: «موږ د هغو اصلاحاتو تود هرکلی کوو چې تاسو په خپل هیواد کې تر لاس لاندې نیولي دي. موږ همداراز په ۲۰۱۵ کال کې [په میانمار کې] د آزادو او عادلانه ټاکنو د تر سره کیدو لار څارو.»

تین سین همداشان وویل چې په خپل هیواد کې په ملي کچه د اوربند یوه جوړجاړي رامنځ ته کولو ته نزدی شوی دی. له دې اوربند سره ښايي په میانمار کې روانې نژادي شخړې ته د پای ټکی کیښودل شي. هغه زیاته کړه: «ډیر امکان لري چې په راتلونکو اوونیو کې به موږ په ملي کچه یو اوربند رامنځ ته کړو چې په پایله کې به یې په تیرو شپیتو کلونو کې د لومړي ځل له پاره په ټول هیواد کې سوله رامنځ ته شي.»

تاریخي سفر

بریتانیې ته د تین سین وروستی سفر تاریخي بلل کیږي. دا په تیرو ۲۵ کلونو کې دغه هیواد ته د میانمار د کوم ولسمشر لومړنی سفر دی. تیر کال دیوید کامرون د بریتانیې لومړی صدراعظم وو چې میانمار ته یې سفر کړی وو.

تر دې دمخه دیوید کامرون د میانمار له ولسمشر څخه غوښتي وو چې له بشري حقونو څخه د دفاع په برخه کې لا ډیر اقدامات وکړي. د کامرون په وینا په میانمار کې پر وروستیو اصلاحاتو سربیره هم نړیواله ټولنه په دغه هیواد کې د بشري حقونو په برخه کې د لا ډیرو ریفورمونو د پلې کیدو تمه لري. کامرون وویل: «موږ په ځانګړې توګه د راخین ولایت او د روهینګا مسلمانانو سره د رامنځ ته شوو پیښو په اړه اندیښمن یو.»

تیر کال د میانمار په راخین ولایت کې د بودایانو او مسلمانانو تر منځ په نښتو کې تر ۲۰۰ زیات کسان ووژل شول او تر ۱۵۰۰۰۰ څخه زیات کسان د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شول. د وژل شوو کسانو زیاتره برخه روهینګا مسلمانانو جوړوله چې د میانمار له لوري ورته تابعیت نه ورکول کیږي.

د دواړو مشرانو تر منځ د ملاقات پر وخت کامرون له میانمار سره د اقتصادي اړیکو له پراخیدو سره لیوالتیا وښوله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب