1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میدان ښار: ځانمرگي برید ۹۰ کسانو ته مرگژوبله اړولې ده

۱۳۹۱ آذر ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/16oUz

په وردگ ولایت کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې دوه تنه وژل شوي او تر ۷۰ څخه د زیاتو کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د پولیسو په وینا دغه برید د امنیتي ځواکونو د یوه روزنیز مرکز څخه د باندې تر سره شوی دی او په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستي دی او ویلي يې دي چې دغه برید يې د څلورو طالبانو د اعدام کیدو له امله د غچ اخیستنې په توگه تر سره کړی دی. دغه برید د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې رامنځ ته شوی دی.

تر دې د مخه د ځایي پولیسو ویاند عبدالولي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو: «د دغه برید په پایله کې دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او نور۴۰ تنه ټپیان دي.» زیاته شوې ده چې دغه څلور کسان په هغو ۱۴ کسانو کې شامل وو چې دوه ورځې وړاندې اعدام شوي دي. د تیرې دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر د یو شمیر بندیانو د اعدام حکم منظور کړی وو.