1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او اوباما، د اوکراین د کړکیچ په هکله هم نظره دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۳, شنبه

په سپینه ماڼۍ کې د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د اوکراین د کړکیچ په هکله د نظر د یووالي څرگندونه کړې. دواړو مشرانو په دیپلوماتیکه توگه د دغه کړکیچ پر حلیدو باندې ټینگار وکړ.

https://p.dw.com/p/1BtBh
انځور: Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په واشنگټن کې د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل، که چیرې روسیه د وضعیت لا پسې له کنتروله ایستلو هڅه وکړي، نو په غبرگون کې به یې نور گامونه واخیستل شي. اوباما د مېرکل ستاینه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې مېرکل په اروپايي ټولنه او د «جې ۷» په ډله کې یوه مهمه شریکه ده. هغه د اوکراین په کړکیچ کې میرکل ته په خطاب کولو سره وویل: «له تاسو څخه مننه چې په دغه مسله کې قوي شریک یاست.»

مېرکل په اوکراین کې د ټاکنو پر تر سره کیدو ټینگار وکړ

بارک اوباما له روسیې څخه وغوښتل چې په اوکراین کې پر پوځي ډلو ټپلو باندې خپل نفوذ وکاروي تر څو هغوی تسلمیدو ته واداره کړي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل که چیرې د اوکراین په وضعیت کې ثبات رامنځ ته نه شي، نو روسیه دې پر نوو بندیزونو حساب وکړي. اوباما په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د می میاشتې پر ۲۵مه نیټه په اوکراین کې پلان شوې پارلماني ټاکنې باید اخلال نه کړای شي. هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې پر دې سربیره د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د نیول شوو اوو تنو پوځي څارونکو د آزادیدو له پاره باید روسیه هڅه وکړي.

په عین وخت کې د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل وویل چې په اوکراین کې پلان شوې ټاکنې باید د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په مرسته داسې ډول چمتو شي، چې واقعي پرمختگونه تر لاسه شي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ به خپلې ټولې هڅې په کار واچوو، تر څو دغه ټاکنې تر سره شي.»

مېرکل په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې روسیه باید هم خپلې ونډې ادا کولو ته واداره کړای شي، تر څو په دغه هیواد کې تر سره کیدونکي ولسمشریزي ټاکنې د اوکراین له پاره پرمختگونه ولري. هغې زیاته کړه که چیرې دغه څه ممکن نه کړای شي، نو د روسیې پر وړاندې به د نورو اقداماتو څخه ډډه کول ناممکنه وي. خو اوس دغه خبره پیشبیني شوې نه ده چې څه وخت به د روسیې پر وړاندې نور اقتصادي بندیزونه ولگول شي.

میرکل پر روسیې باندې تور پورې کړ چې د ژنیو پریکړې نه عملي کوي. په داسې حال کې چې اوکراین د دغه تړون د پلي کولو له پاره لومړني گامونه اخیستي وو.

په ژنیو کې اوکراین، روسیې، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې پر دې باندې موافقه کړې وه چې د اوکراین کړکیچ په سوله ییزه توگه حل کړای شي. په دې اړه یو تړون هم رامنځ ته شوی وو چې له مخې یې «ټول اړخونه باید د تاوتریخوالي، ویرونکي اعمالو او لمسونې څخه لاس واخلي.»

د انرژۍ په برخه کې همکاري

د نظر د اختلاف سره سره، د آلمان صدراعظمې د اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د آزاد تجارت تړون د لاسلیکدو پر سر ټینگار وکړ. میرکل په خپلو خبرو کې وویل چې دغه کار کیدلای شي د انرژۍ ساحه کې د پراخې همکارۍ په برخه گټور تمام شي.