1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او اولاند د پخلاینې ۵۰مه کلیزه ولمانځلمه

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15Tuw

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د المان صدراعظمې انگلا میرکل د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د پخلاینې پنځوسمه کلیزه ولمانځله. دواړو مشرانو د فرانسې په شمالي ښار رایمس کې د دغې لمانځنې په مراسمو کې گډون وکړ. دغه مراسم په یوه لویه کلیسا کې ولمانځل شول چې په کې یو شمیر ډیرو خلکو هم گډون کړی وو. دا هماغه کلیسا ده چې پنځوس کاله وړاندې پکښې د المان صدراعظم کونارد آدناور او د فرانسې ولسمشر شارل دې گول لیدلې وو. میرکل د څو لسیزو دوستې ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې دا په ژوره توگه د اروپا د اتحاد څرگندوي کوي