1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او کرزی په تلیفون کې غږیدلي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲۶, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې له افغان ولسمشر سره د تلیفون پر کرښه خبرې کړې دي. میرکل او کرزي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د وضعیت او دا چې آلماني ځواکونه به تر کوم وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي، په اړه غږیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1ArU9
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمانۍ «دیر شپیګل ورځپاڼې» له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې صدراعظمې انگلا میرکل او ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د پاتې کیدو د مودې پر احتمالي غځیدو باندې هم خبرې کړې دي.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۱۰۰ آلماني سرتیري میشت دي چې ډیر شمیر یې په بلخ ولایت کې د مارمل کمپ په نوم پوځي اډې کې دنده ترسره کوي. آلماني ځواکونو تر دې مخکې ټول امنیتي مسؤلتیونه پخپله افغانانو ته سپارلي ول او اوس تر ډیره بریده پورې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې دنده پرغاړه لري.

دیر شپیګل ورځپاني خپل رپوټ په برلین کې د یو شمیر آلماني چارواکو له قوله لیکلی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د ځواکونو د پاتې کیدو د مودې له غځولو څخه هدف په افغانستان کې د هغو آلماني سرتیرو د دندې اوږدول دي چې پلان شوې ده تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

تر دې مخکې آلمان ویلي وو چې د افغان حکومت د غوښتنې او موافقې په صورت کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان د ۶۰۰ او ۸۰۰ تر منځ سرتیري وساتي چې دنده به یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د هغوی مشاورت وي.

پلان شوې ده چې ټول بهرني جنګي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. اوس کابل او واشنګټن پر یوه امنیتي تړون باندې سره خبرې اترې کوي چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د ۹۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. که څه هم د دې تړون متن بشپړ شوی دی خو افغان ولسمشر حامد کرزی د هغه له لاسلیکولو څخه ډډه کوي. د آلمان په ګډون د ناټو ډیر شمیر هیوادونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل حضور د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون پورې تړلې خبره بولي.