1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د اروپا سیاسي اتحاد ته اړتیا شته

۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د المان صدراعظمې د خپل هیواد له یوې ملي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د یورو د کړکیچ په پام کې نیولو سره، اروپا باید د خپل «سیاسي یووالي» له پاره ګامونه ګړندي کړي.

https://p.dw.com/p/15A6A
انځور: dapd

میرکل پخپله مرکه کې زیاته کړې ده چې هغه به د اروپا د اتحادیې په راتلونکې سرمشریزه کې چې د جون د میاشتې په پای کې دایریږي د اروپا د «سیاسي یووالي» موضوع عنوان کړي او له غړو هیوادونو څخه به وغواړی چې یوازې «ګډ پولي واحد» د اروپا روانې ستونزې نه شي حلولای:

«هغه څه چې له ډیر پخوا څخه ئې موږ کوو او په جون کې به یو ځل بیا د کاري پلان یوه برخه وګرځي، هغه به دا وي چې وویل شي چې موږ ډیره اروپا غواړو. معنی دا چې موږ نه یوازې د پولي واحد بلکې یو مالي اتحاد هم غواړو. یعنې یو ګډ بودجوي سیاست.»

میرکل ویلي دي چې دغه هدف ته د رسیدو له پاره د «اروپا سیاسي اتحاد» په کار دﺉ او له دې سره اروپایي هیوادونه باید چمتو وي چې داسې یو اتحاد ته «ګام په ګام صلاحیتونه او اختیارات» ورکړي.

د المان د صدراعظمې په نظر د یورو د حوزې او د اروپا د اتحادیې د ځینو نورو غړو تر منځ وار په وار واټن زیاتیږي. هغې وویل چې که چیرې د رښتیتي سیاسي اتحاد له پاره کار ونه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به دا واټن نور هم زیات شي:

«د یورو له امله عملا اوس موږ هغه یوه اروپا لرو چې له مختلفو سرعتونو سره مخ په وړاندې ګام اخلي. د اروپا ځینو هیوادونو لکه بریتانیا او دنمارک ان له پیل څخه وویل چې دوی نه غواړي چې دیورو په اتحاد کې شامل شي.»

د المان صدراعظمې په خپله مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ د ARD د تلویزیون په سهارنۍ خپرونه کې خپره شوه وویل چې هغه هیوادونه چې یورو ئې پولي واحد دئ باید یو له بل سره نور هم له نزدې کار وکړي. خو هغه هیوادونه چې په دې حوزه کې شامل نه دي په دې معنی دا نه ده چې د هغوی پر مخ دراوزه وتړله شي او یا دا چې یو یا بل د همکارۍ له پاره چمتو نه دئ.

میرکل یادونه وکړه چې د اروپا د اتحادیې په راتلونکې سرمشریزه کې غړي هیوادونه باید د یوې «واحدې اروپا» له پاره پر خپله غوښتنه باندې په ښکاره توګه اعتراف وکړي او د اصلاحاتو د بهیر له پاره «مهال ویش» وټاکي. هغې وویل چې د اروپا د مالي تړون په هکله ولیدل شول چی ښه پرمختګ رامنځ ته شو.

په لومړي سر کې یوازې ۱۷ غړو هیوادونو له دې تړون سره موافقه کړې وه، خو اوس د اروپا د اتحادیی له ۲۷ غړو څخه ۲۵ غړو ئې دغه تړون ومانه. دغه تړون له غړو هیوادونو څخه غواړي چې پخپل کورنیو لګښتونو کې سپما وکړي.

د المان د زرغون ګوند چې د حکومت مخالف اړخ دئ، د صدراعظمې میرکل ددې خبرې هر کلی وکړ چې اوس ئې «د اروپا د سیاسي اتحاد» غږ پورته کړی دئ . د دې ګوند یوه مشر جیم اوزدیمیر وویل: «رښتیا هم موږ یوه سیاسي اتحاد ته ضرورت لرو. خو هغه باید یوازې په لفظ کې نه وي بلکې ژر تر ژره حقیقي معنی پیدا کړي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش