1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د راتلونکو ټاکنو مهمه موضوع به د اروپا راتلونکې وي

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15YGa

د المان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي دي چې د المان په راتلونکو ټاکنو کې به تر ټولو مهمه موضوع د اروپا راتلونکي وي. میرکل دا خبره تائید کړې ده چې په راتلونکو ټاکنو کې به هغه بیا ځان د صدراعظمۍ څوکۍ ته ونوموي.

میرکل د یوه الماني تلویزون سره په مرکه کې پر دې خبره ټینگار کړی دئ چې المان به په راتلونکي کې د اقتصادي پورونو له پاره د سخت کنترول او شرایطو غوښتنه وکړي. هغې زیاته کړې ده چې د یورو زون په سمه لاره روان دئ او په راتلونکو څو میاشتو کې به په دې برخه کې نور کار هم وشي. د میرکل په وینا چې هغه اټکل کوي چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به د المان پارلمان د هسپانیې د بانکونو له پاره د مرستو غوښتنه منظور کړي.