1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د لاتینې امریکا هیوادونو په غونډه کې ګډون کوي

۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه
https://p.dw.com/p/17Rv8

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، د شنبې او یکشنبې په ورځ د اروپایي او د لاتینې امریکا او کیربین هیوادونو د ټولنو په یوه سرمشریزه کې گډون کوي. دغه غونډه د چلي هیواد په پلازمینه سنتیاگو کې تر سره کیږي. زیاته شوې ده چې د دغه سرمشریزي اصلي موضوع د ټولنیز او چاپیریال ساتنې سیاست په برخه کې په گډه کار کول دي.

د دغه غونډې په حاشیه کې به آلمان او د چلي هیوادونه د معدني موادو په هکله یوه هوکړه لیک هم لاسلیک کړي. دا په داسې حال کې ده چې انگلا میرکل د غونډې تر مخه د چلي هیواد له ولسمشر سیباسټین پانیرا، سره لیدلي دي. د چلي هیواد د طبعي منابعو له اړخه بډای هیواد دی.