1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل له دیوید کمرون سره لیدلي دي

۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16fJ2

د المان صدر اعظمې انګلا میرکل، په لندن کې د بریتانیا له لومړي وزیر دیوید کمرون سره لیدلي دي. دغو دواړو مشرانو د ماښامنۍ پر مهال له یو بل سره د اروپايي بودجې د پلانونو په اړه خبرې اترې کړي دي.

اروپايي ټولنه غواړي په خپله بودجه کې ډیروالی راولي، دا هغه څه دي چې دیوید کمرون یې سخت مخالفت کوي. هغه کواښ کړی دی چې دغه شان یوه پریکړه به ویتو کړي. له دې سره هغه اندیښنې لا پسې ډیرې شوې دي چې له اروپا سره د انګلستان لیوالتیا لا پسې راکمه شوې ده.

دیوید کمرون استدالال کوي چې اروپايي اتحادیه باید د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خپله بقا وویني. په همدې حال کې میرکل د یورو له کړکیچ سره د مبارزې په برخه کې د لا ډیرې همغږۍ غوښتونکې ده.