1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل کانادا ته خپل سفر پیل کړ

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15qTl

د المان صدراعظمه انگلا میرکل اوس په کانادا کې ده چې د دې هیواد له لومړي وزیر ستیفن هارپر سره خبرې اترې وکړي. له میرکل سره په دې سفر کې د المان پنځه تنه پانگوال هم مل دي چې په کانادا کې به د دې هیواد له پانگوالو سره وویني.

کانادا ته د میرکل د سفر اصلي موضوع د اروپايي ټولنې په اړه د کانادا موقف دئ. تر اوسه پورې کانادا د اروپا د پورونو د له منځه وړلو له پاره جوړ شوي مالي صندوق سره مرستې نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کاناده دې هیواد ته د میرکل تر رسیدو مخکې په دې اړه خبل موقف اعلان کړ. دې هیواد ویلي دي چې داسې کوم دلیل نه شته چې له مخې کانادا د اروپا د ستونزې د حل له پاره خپلې منابع وکاروي.

کانادا ته د میرکل سفر به د دوو ورځو له پاره دوام وکړي.