1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میک کیون: نه په افغانانو اعتماد شته او نه هم په شخصي امنیتي شرکتونو

۱۳۹۰ اسفند ۱۲, جمعه

متحده ایالاتو د استازو د مجلس د وسلوالو خدماتو د جرگه گۍ مشر کانگرس ته ویلي دي چې وروسته له دې، دې نه افغانان او نه هم شخصي امنیتي شرکتونه په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تأسیساتو ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/14DCH
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو د استازو د مجلس د وسلوالو خدماتو د جرګه ګۍ مشر تصمیم لري چې کانگرس ته د یوې قانونې مسودې وړاندې کولو سره په افغانستان کې د متحده ایالاتو په تأسیساتو کې د شخصي امنیتي شرکتونو او افغان ساتونکو امنیتي دندې پاې ته ورسوي.

وروسته له دې نه د شخصی امنیتي شرکتونو محافظین او نه هم افغانان په افغانستان کې د متحده ایالاتو له تأسیساتو څخه ساتنه وکړي.

ویل کیږي چې دغه اقدام ښایي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د را ایستلو له پاره د ولسمشر بارک اوباما مهال ویش سخت اغیزمن کړي.

جمهوري غوښتونکي، هاوارد میک کیون، پرون د خپل تصمیم د عملی کولو له پاره په دې اړه د قانون یوه مسوده وړاندې کړه. د وسلوالو خدماتو د جرګه ګۍ د رئیس دغه وړاندیز په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د نورو متحدینو د پوځیانو پر ضد د افغان امنیتي منسوبینو وروستیو څو حملو ته د ځواب په توګه وړاندې شو.

میک کیون تیره میاشت په کانګرس کی یوه استماعیه غونډه دایره کړې وه چې په هغې کې پوځ وویل چې له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه را په دېخوا څه د پاسه ۴۵ دغسي حملي چې په هغو کې افغان امنیتي منسوبینو برخه لرله شوي دي. په دې جمله کې ۷۵ سلنه ئې په تیرو دوو کلونو کې سرته رسیدلي دي.

د وروستیو امریکایي ضد مظاهرو په ترڅ کې چې په افغانستان کی د متحده ایالاتو په يوې پوځي اډې کې د قرآن کریم د سوځولو سره راوپاریدلې. د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې دوه لوړ پوړي امریکایي مشاورین ووژل شول او د پنجشنبې په ورځ دغسې يوه پیښه د هلمند په ولایت کې هم رامنځ ته شوه. په تیرو څو ورځو کی په ټولیزه توګه ۶ امریکایي پوځیان د خپلو «افغان متحدینو» له خوا ووژل شول.

میک کیون له یوه امریکایي خبري تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي: «جګړه په خپل ذات کې خطرناکه او بده ده. خو دا چې زمونږ سرتیري په خپلو اډو کې وژل کیږي، نه ښایي چې هغوی نور هم په خطر کی واچوو. هغوی باید هلته د خپل امنیت له پاره اندیښنه ونه لري.»

د نوموړي له خوا په دغې پیشنهاد شوې مسوده کې راغلي دي چې ولسمشر باید ډاډ ورکړی چې متحده ایالات په افغانستان کې د جګړی له پاره «کافی روزل شوي پوځیان لری او په عینې وخت کې د خپلو ملګرو امنیت وساتی.» هغه یادونه وکړه:

« که چیرې ولسشمر له دې وړاندیز سره مخالفت کوي، هغه باید کانګرس ته ضمانت ورکړي چې شخصي امنیتي محافظین او دغه راز افغان عامه ساتونکي لږ تر لږه هغسې امنیت خوندي ساتلای شي چې د متحده ایالاتو د پوځ امنیت ته ورته دئ.»

کانګرس ته پیشنهادي مسوده نه یواځي امریکایي تأسیساتو کی د شخصي امنیتي شرکتونو او د افغان ساتونکو د امنیتي دندو مخالفت کوي، بلکې ولسمشر ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د روانو عملیاتو سرتیري د اډو د ساتنی له پاره وګماري. دغسې یو اقدام ښایي ولسشمر مجبوره کړي چی په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زیات کړي، خو ښایي هغه په کانګرس کې له سخت مخالفت سره مخامخ شی.

امریکا او د هغې د ناتو متحدینو موافقه کړې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به خپل ټول جنګي سرتیري له افغانستان څخه وباسي. له هغې وروسته د هغوی ماموریت تر زیاتې کچې د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو روزلو ته ځیر کیږي.

اوباما پلان لري چې د ۹۰ زرو موجودو سرتیرو شمیر د روان کال د سپتمبرتر میاشتې ۶۸ زرو تنو ته راټیټ کړي.

د استازو د مجلس د وسلوالو خدماتو د جرګه ګۍ مشر، میک کیون له دی مهال ویش سره مخالف دئ. هغه وایی:

« دا چې ولسمشر غواړي ۲۰ زر سرتیري سږ کال وباسي، ډیر ژر دئ. زه پوهیږم چې ځیني له دی سره مخالف دي، خو زه فکر کوم ښه ده چې هغوی د جګړې د فصل چې اوس پیل کیږي، په ټوله موده کې د عمل په صحنه کې پاته شي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض