1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: آلمان چمتو دی چې لا ډېر وخت په افغانستان کې پاتې شي

۱۳۹۹ اسفند ۲, شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د ناټو متحدينو ته د آلمان پوځ د ماموريت اوږدول او د خپل ماموريت د دورې غځول وړانديز کړي دي.

https://p.dw.com/p/3pdNo
MSC München Angela Merkel
انځور: Imago/photothek/F. Gärtner

د آلمان صدراعظمې مېرکل د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۹مه) د مونشن په امنيتي غونډه کې ويلي دي چې «آلمان چمتو دی چې لا ډېر وخت په افغانستان کې پاتې شي، که دا د ماموريت له برياليتوب سره مرسته کوي.»
د هغې په خبره له دغه هېواد څخه «وتل بايد د دې نتيجه ونه لري چې هلته غلط ځواکونه برلاسي شي.» مېرکل زياته کړه چې دغه ماموريت بايد موکراتو او سوله يزو ځواکونو ته امکان يا چانس ورکړي. اصلا د تقريباً لس زرو ناټو او ورسره ملګرو هېوادونو د عسکرو وتنه، چې څه نا څه ۱۱۰۰ آلماني ځواکونه هم پکې دي، د اپريل په دېرشمه ټاکل شوې وه. خو داسې ښکاري چې هغه به اوس په افغانستان کې پاتې شي څو د افغانستان په دموکرات ډول له انتخاب شوي حکومت سره د امنيتي ځواکونو په روزنه او مشورت کې مرسته وکړي.

Deutschland Berlin | Münchner Sicherheitskonferenz | Angela Merkel
مېرکل د مونشن امنيتي کنفرانس ته د انترنېټ د لارې خبرې کولېانځور: Guido Bergmann/BPA/REUTERS

د آلمان پوځ د تقريباً ۱۹ کلونو راهيسې په افغانستان کې دی. مېرکل د مونشتن په آنلاين کنفرانس کې دا هدف هم په ګوته کړ چې خپل د دفاع لګښتونه به د ناخالص داخلي توليد دوه سلنې ته لوړوي. هغې دې ته هم اشاره وکړه چې هغه اوس سږ کال تقريباْ ۱،۵ سلنې ته رسېدلی دی. د هغې په خبره «موږ د دوو سلنې هدف ته ژمن يو او په دې موخه به خپل کار ته دوام ورکړو.»
د آلمان صدراعظمې د متحده آيالاتو د ولسمشر جو بايدن د کاري دورې په شروع کېدو سره او نوي څو اړخيز سياست ته په کتو سره ټينګار وکړ چې آلمان به خپلو نړيوالو هڅو ته په ټولو برخو کې دوام ورکړي. د هغې په خبره «موږ بايد په هغه برخه کې هم کار وکړو چې زحمت غواړي. زيار ايستل په دې معنی هم وي چې سړی بايد له خپل موقف څخه تېر شي.»

آ./ن.ص./ا.ا