1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل او اردوغان د هانوور نندارتون پرانيست

۱۳۸۶ فروردین ۲۷, دوشنبه

د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل او د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د گڼ شمېر نندارچيانو په وړاندې د هانوور نندارتون پرانيست. ترکيه سږ کال د نړۍ د صنعت د تر ټولو لوی نندارتون همکار هېواد دی.

https://p.dw.com/p/DKJC
انگلا مېرک او رجب طيب اردوغان
انگلا مېرک او رجب طيب اردوغانانځور: AP
اردوغان د پرانستنې پر مهال د ترکيې هيله څرگنده کړه چې غواړي د اروپايي ټولنې غړيتوب تر لاسه کړي. ده وويل د ده هېواد غواړي په اروپا کې فعاله ونډه واخلي. د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل ترکيې ته د خبرو اترو په لړ کې د لا زياتو پرمختگونو او برياليتوبونو هيله څرگنده کړه.