1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل او غني غواړي چې د کډوالو په کړکیچ کې همکاري وکړي

۱۳۹۴ آذر ۱۱, چهارشنبه

د آلمان د صدراعظمې په وینا آلمان او افغانستان غواړي چې د غیر قانوني کډوالو پر ضد مبارزه کې خپله گډه همکاري پیاوړي کړي. پر دې سربیره په افغانستان کې په راتلونکو کلونو کې د آلماني عسکرو د ماموریت پر سر هم خبرې شوي.

https://p.dw.com/p/1HFzB
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل په دې هیواد کې د هغو افغانانو د پاتې کیدو لږ چانس ویني چې د ښه اقتصادي ژوند په لټه کې وي. هغې د چهارشنبې په ورځ په برلین کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل: «موږ باید کاذبه امیدواري ور نه کړو.»

مېرکل په خپلو څرگندونو کې دا هم ویلي دي چې هغه څوک چې یوازې د اقتصادي دلایلو له کبله آلمان ته راځي نو دا د پناه د تر لاسه کولو له پاره کوم دلیل نه دی. د هغې په خبره په دې صورت کې به دغه کسان بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.

خو هغې یادونه وکړه چې هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د آلمان د پوځ او یا نورو آلماني ادارو سره کار کړی وي او اوس په خپل هیواد کې له عاجل خطر سره مخامخ وي، او آلمان ته راغلي وي نو هیواد به یې پر وړاندې خپل بشري مکلفیت تر سره کړي او ورسره مرسته به وکړي.

مېرکل په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې آلمان به د افغانستان د با ثباتۍ له پاره هر څه هغه چې د تصور وړ وي، تر سره کړي. پر دې سربیره مېرکل دا هم وویل چې د افغانستان په داخل کې د مصونو زونونو له جوړیدو څخه ملاتړ کوي، چې له نا امنو سیمو خلک ورتللی وشي.

محمد اشرف غني په خپلو څرگندونو کې وویل، دا چې افغانان په خپل «هیواد کې وساتل شي، درو شیانو ته اړتیا ده: لومړی دا چې هغوی کار ته اړتیا لري. دوهمه دا چې هغوی مسلکي زده کړو ته اړتیا لري، څو دندې ولري او دریم هغوی استوگنځایونو ته اړتیا لري.» د ولسمشر غني په خبره آلمان په دغو ټولو برخو کې مرسته کولای شي او وویل چې «د آلمان مرستې ۳۰ میلیونه خلکو ته متوجې دي، نه ۳۰ زرو ته.»

په افغانستان کې ترینگلي امنیتي وضعیت ته په کتو سره آلمان غواړي چې په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې خپل عسکر وساتي. مېرکل ویلي دي چې آلمان له ۲۰۱۶م کال وروسته هم ژمن دی. هغې ویلي دي چې له بده مرغه امنیتي وضعیت ستونزمن دی. آلمان غواړي چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر ۹۸۰ تنو ته لوړ کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د ثبات له پاره د آلمان له ماموریت څخه مننه وکړه. هغې وویل چې طبیعي خبره ده چې دلته دا خبره مطرح نه ده چې آلماني ځواکونه به په مستقیمه توگه په جگړه کې برخه واخلي د هغه په خبره په خپله افغان پوځ د دې وړتیا لري.