1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: د اروپايي ټولنې پېلېدونکې سرمشريزه ناکامېدلای سي

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16oDn

د المان لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل دې ته اشاره کړې ده چي د دې امکان سته چي د اروپايي ټولنې پېلېدونکې سرمشريزه بېله توافقه پای ته ورسيږي. دغه سرمشريزه د پنجشنبې په ورځ پېليږي او پکښي د راتلونکو اتو کالو له پاره د اروپايي ټولني پر بوديجې خبري کيږي. په داسي حال کي چي د زرو ميلياردو يورو مسوده جوړه سوې ده، المان او يو شمېر نور غړي هيوادونه غواړي چي په دغه بوديجه کي کموالی راوستل سي. خو د اروپايي ټولني هغه هيوادونه چي له دغي ټولني څخه اقتصادي مرستي تر لاسه کوي، د بوديجې د کمولو مخالفت کوي. په دې ترڅ کي بريتانوۍ ورځپاڼي فاينېنشيل ټايمز ليکلي دي چي د بريتانيې لومړی وزير دېويد کېمرون دې ته چمتو سوی دی چي د حد اکثر له پاره د ۹۴۰ميلياردو يورو پوله ومني. تر دې دمخه دغه هيواد د زيات کمښت رامنځ ته کولو غوښته کوله.