مېرکل: د اروپا اساسي قانون بايد تصويب شي
۱۳۸۵ دی ۲۷, چهارشنبهاعلان
د اروپايي اتحاديې د شورا د مشرې په توگه به دا هڅه وکړي چې د اروپايي اساسي قانون دغه بهير د 2009 م کال تر پسرلي پورې »يوې ښې نتيجې ته« ورسوي. مېرکل د اروپا د پارلمان غړو ته د آلمان د شپږ مياشتنۍ مشرۍ تگلاره بيان کړه.
د اروپايي اتحاديې د شورا تر آلماني مشرۍ وروسته به د يو اروپايي اساسي قانون د بهير تگلاره څرگنده وي. د نننيو مقرراتو پر بنسټ نه اروپايي اتحاديه نوي غړي هېوداونه جذبولای او نه لازمې پرېکړې کولای شي. د اروپايي اتحاديې او د ځانگړو غړو هېوادونو دندې بايد د هغې پر وينا واضح کړای شي.
د اروپا د اساسي قانون هغه تړون چې په 2005 م کال کې په فرانسه او هالنډ کې د ټولپوښتنو په نتيجه کې رد شوی و، تر اوسه پورې نه دی راژوندی شوی. آلمان او اوه لس نورو هېوداونو د اروپا د يو اساسي قانون رامنځ ته کېدل منلي وو.