د اروپايي ټولنې تر پنځوسمې کاليزې وړاندې د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل د اروپا د يو گډ اساسي قانون تر څنگ يو گډ اروپايي پوځ هم د نوموړې ټولنې يو راتلونکی هدف بللی دی.
https://p.dw.com/p/DKJR
اعلان
دغه خبره مېرکل د آلمان »بيلډ« ورځپاڼې ته کړې ده. د اروپا يو گډ اساسي قانون په دې باندې اړين دی تر څو چې پرېکړې لا ژر وشي. اوسمهال د اروپايي ټولنې 27 غړي هېوادونه ډېر ځله د يوې پرېکړې کولو دپاره ډېر وخت ته ضرورت لري.