1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د سوريې په اړه پريکړي خواشينې کړې ده

۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

انگلا میرکل په امنيت شورا کي د روسېې او چين لخوا د سوريې د پريکړې پرضد ويټو نه يوازي دا چي مايوسه کړې ده، بلکي خورا ډيره خواشينې کړې هم ده. آلمان هڅه کوي چي يوه بله لاره ورته پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/13yNd
انځور: dapd

مېرمن انگيلا ميرکل په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر نيوکولای سرکوزي سره تر خبرو وروسته وويل:

«روسيې بايد له ځانه پوښتنه کړې وای چې آيا اوس داسي وخت دئ چې سړی له عرب ليګ څخه جلا يوه سياسي لاره غوره کړي؟ زه فکر نه کوم چې دا به په حقيقت کې يو بری وي او په دې سره به موږ د دې زمينه برابرو چې د سوريې له ولس سره مرسته وشي.»

خو تر ميرکل بيا نور هم واضح خبره په برلين کي د هغې وياند وکړه. گيورگ شترايتر په يوه خبري غونډه کي وويل:

«ولسمشر اسد نور د خپل هيواد د مشرۍ لايق نه دئ. موږ له ده څخه غوښتنه کوو چې د واک د سوله ييز انتقال له پاره لاره هواره کړي. عرب ليګ د واک د سياسي انتقال لاره برابره کړې ده.»

په برلين کې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت وياند اندرياس پيشکه ويلي دي چې تمه کيږي چې په دمشق کي د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاروف تر پلان شوو خبرو اترو وروسته به د مسکو په دريځ کي هم يو څه بدلون راشي.

نوموړي وويل چي د روسېې او چين له خوا د پريکړه لیک مسوده ردول د سوريې د ولس له پاره يو سخت ګوزار دئ او تمه کيږي چي روسيه او چين به خپل نظرونه بدل کړي.

دغه راز د آلمان د حکومت مخالفو گوندونو هم د چين او روسيې په ويټو خواشيني څرګنده کړې ده. د ګيڼ اړخي ګوند مشري ګيزينه لوټش د آلمان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د امنيت په شورا کی د يوه نوي پریکړه ليک د وړاندي کولو له پاره هلي ځلې وکړي.

خو دې زياته کړې ده چې د لويديځ له خوا بايد د ليبيا په څير پوځي مداخله تکرار نه شي.

«موږ په دې نظر يو چي په سوريه کې بايد ژر تر ژره د زور زياتيو مخه ونيوله شي. او ټول بايد په شريکه سره په سوريه کي د سوله ييزي ډيموکراسۍ د رامنځته کولو په موخه په گډه سره کار وکړي.»

همدا ډول د آلمان د شنو د ګوند مشري کلاوډيه روت هم د روسيې او چين له خوا د قرارداد مخنيوی و غانده. نوموړي زياته کړې ده چي موږ د هغو طرفدار يو چي وايي پر سوريې بايد فشارونه زيات شي او د ارتباط د ډلي د رامنځنته کولو نظرهم يو ښه او پر ځای کار دئ.

بيتينا مارکس/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل