1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل له افريقې بېرته راغله

۱۳۸۶ مهر ۱۶, دوشنبه

د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکل له افريقا څخه آلمان ته ستنه شوې او د خپل سفر مثبته ارزيابي يې کړې ده. هغې دغه يون په زړه پورې او جالب وباله.

https://p.dw.com/p/DKHM
مېرکل د خپل يانهء (سفر) په ترڅ کې
مېرکل د خپل يانهء (سفر) په ترڅ کېانځور: AP
په تېرو څو ورځو کې يې له لايربريا، جنوبي افريقې او اتيوپيا څخه ليدنه کړې. د يکشنبې په ورځ يې د لايبېريا ولسمشر ايلن جنسن سيرلف ته د نوموړي هېواد په بيا ودانولو کې د فعالې ونډې اخېستنې ژمنه کړې. آلمان غواړي چې د مېرکل په وينا د لايبېريا د پورونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د آلمان د پرمختيايي چارو وزيرې په عين حال کې د پرمختيايي مرستو زياتېدل اعلان کړي، له څوارلس مليونو يورو څخه اتلس مليونو يورو ته.