1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل له گاونډي هېواد پولينډ څخه کتنه کوي

۱۳۸۵ اسفند ۲۵, جمعه

د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکل د يو دوه ورځني سفر په ترڅ کې پولينډ ته ځي. مېرکل غواړي چې د پولينډ او آلمان تر منځ خړې پړې اړيکې ښې کړي. د نوموړي هېواد د حکومت استازو په دې ټينگار وکړ چې کړکيچن موضوعات بايد حل شي.

https://p.dw.com/p/DKJW
د آلمان او پولينډ تر منځ اړيکې خړې پړې شوي دي
د آلمان او پولينډ تر منځ اړيکې خړې پړې شوي ديانځور: AP
په دې لړ کې د هغو آلمانانو غوښتنې راځي چې يو څو لسيزې وړاندې له پولينډ څخه شړل شوي وو او همدارنگه د آلمان او روسيې تر منځ پلان شوې د تېلو نلليکه. مېرکل همداراز غواړي چې د اروپايي ټولنې د اساسي قانون د مسودې دپاره اعلان وکړي. پولينډ دغه مسوده په همدې بڼه تر اوسه پورې نه مني. د خبرو اترو يوه بله موضوع د امریکايانو هغه پلانونه دي چې غواړي د توغنديو يو دفاعي سيستم رامنځته کړي چې يوه برخه يې د پولينډ په خاوره کې هم لگول کېږي.